
په بغلان ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن او د کورنۍ دوه نور غړي وژلي دي
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې دعبدالله صفايي په نوم یو کس د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې خپله مېرمن، ورور او وراره وژلي دي. دا پېښه د شنبې په شپه، د حمل میاشتې پر ۳۰مه نېټه، د ماښام شاوخوا ۷ بجې د «تل چهارباغ» په کلي کې رامنځته شوې ده او تورن کس له پېښې وروسته تښتېدلی دی. طالبان وایي چې د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی دی.
ځايي سرچینې ټینګار کوي چې عبدالله صفايي د طالبانو غړی و او تر دې مخکې یې هم په ۱۳۹۶ لمریز کال کې خپله بارداره لومړنۍ مېرمن وژلې وه. دا پېښه د کورنیو ستونزو او د ځمکې پر سر د اختلاف له امله رامنځته شوې ده.
ویل کېږي چې له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، دا ډول جنایي پېښې زیاتې شوې دي، چې د افغانستان د ښځو او ماشومانو د امنیت او حقونو په اړه یې جدي اندېښنې راپارولي دي.