هیدر بار: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې طرحه د ښځو د رول په اړه مبهمه ده

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار، د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د نوې سیاسي طرحې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې ټینګار کړی چې په دې طرحه کې درې اساسي مسئلې شته چې کولای شي د افغان ښځو پر وضعیت ژور اغېز ولري.


هغه اندېښنه لري چې د ښځو رول لا هم په واضحه توګه نه دی تعریف شوی. همداراز  د نړیوالې ټولنې له‌ لوري له طالبانو څخه د غوښتنو څرنګوالی او له دې ډلې سره د تعامل لاره بله مبهمه برخه ده چې بار ورته اشاره کړې ده.


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډې له دې امله له نیکو سره مخ شوې چې په دې هیواد کې یې د ښځو مشارکت له پامه غورزولی و.

پیعام