
د ټولنې په پرمختګ کې د ښځو د کار رول
لنډيز
ښځې د بشري ځواک په توګه له خپلو اقتصادي حقونو څخه یو هم د کار کولو او عاید ترلاسه کولو حق لري، چې په اسلام کې ورسره هېڅ مخالفت نشته دی، بلکې په قرآن کريم کې راغلي دي، چې څنګه نارينه کار کولی شي، همدارنګه ښځې هم کار کولی شي. له همدې کبله، ښځې هم لکه نارينه په ټولنه کې کار کولی شي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه اخيستی شي؛ خو ډېری ښځې په وروسته پاتې ټولنو کې په کورنيو چارو بوختې وي او د خپلو ماشومانو په پالنه خپل ډېر وخت لګوي، چې په بدل کې هېڅ مزد نه ترلاسه کوي. که څه هم په غير مستقيم ډول د کورنۍ په اقتصاد کې برخه لري؛ خو له خپلو اقتصادي حقونو څخه د ناخبرۍ او د تعلیم د نشتون له امله په بهر کې د نارينهوو په څېر د کار کولو او خپلواکه اقتصاد لرلو څخه پاتې راغلې دي، چې د ښځو د کار او زدهکړې په برخه کې د دولت ملاتړ ته اړتيا لري.
کليدي ټکي: کار، ښځې، د ټولنې پرمختګ.
سریزه
د نارینه او ښځو کار او کسب په ټولو ټولنو کې يوه اړینه چاره ګڼل کېږي؛ ځکه چې د هېوادونو پرمختګ يا نه پرمختګ ډېری وخت په اقتصادي مسایلو او توليد پورې اړه لري. په ځانګړي ډول، ښځې د ټولنې د يوې ډلې په توګه د هېواد په پرمختګ کې اساسي رول لوبولی شي او حکومتونه بايد د ښځو د زدهکړې او کار کولو په برخه کې جدي پاملرنه او ملاتړ وکړي، چې د هېوادونو د پرمختګ لامل شي. په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د ښځو د زدهکړې او کار لپاره يو ښه زمينه برابره شوې وه او ډېرو ښځو ته په بېلابېلو څانګو کې د زدهکړې او کار زمينه برابره شوه؛ خو د نوي حکومت په راتګ سره، له بده مرغه د ښځو زدهکړې او کار ته نه يواځې پاملرنه نده شوې، بلکې له زدهکړې او کار کولو څخه منعه شوې هم دي او دا يوه منفي مسله ګرځېدلې ده، چې نه يواځې له پرمختګ سره مرسته نشي کولی، بلکې ټولنه شا ته بیایي او په ټولنه کې د ډېرو ناخوښو او غيرمعقولو پایلو لامل ګرځېدلی شي.
تر دې وړاندې چې کومې څېړنې په دې برخه کې شوې دي، په سیاسي پرمختګ کې یې د ښځو رول په ګوته کړی دی. (اجمل بلوچ زاده، 1393ل)
په کار او زدهکړو کې د ښځو ګډون ځانګړی اهمیت لري او د هېواد پرمختګ ته زمينه برابروي. په ټولنه کې د ښځو د کار کولو موخه د کسب او کار او تشبث ايجاد دی، چې په هېواد کې د اقتصادي ودې او د پانګې د توليد لامل ګرځي او د هېواد پرمختګ ته هم زمينه برابروي.
پوښتنه دلته دا ده چې څنګه د ښځو کار کول د هېواد د پرمختګ لامل ګرځي؟ دولت په ټولنه کې د ښځو کار کولو او پرمختګ کې څه رول لري؟
د څېړنې فرضيه په دې اصل ولاړه ده، چې د زدهکړې زمينه برابرول، په سياسي او اقتصادي چارو کې ګډون، د کلتوري او ټولنيزو خنډونو لرې کول، د ښځو زدهکړه او کار کول؛ د ټولنو، په ځانګړي ډول د افغانستان په پرمختګ کې کليدي رول لرلی شي؛ ځکه چې په افغانستان کې د هېواد د نفوس يوه مهمه برخه ښځې دي او د ښځو فعاله ګډون په بېلابېلو برخو کې، لکه زدهکړه، کار او توليد کې د هېواد د پرمختګ لپاره اساسي بدلونونه راولي.
د څېړنې مېتود
په دې مقاله کې د څېړنې مېتود کتابتوني دی، چې يو ډول توصيفي - څېړنیزه محتوا ده.
د مفاهيمو تعريف
کار: د دوامدارو دندو يوه مجموعه ده، چې فرد ته د يوې ادارې او سازمان له لوري د کار کولو په موخه ورکول کېږي او په بدل کې یې عاید ترلاسه کوي. (حکمت نیا،1390ل)
کار او د عاید ترلاسه کول
د ښځو له اقتصادي حقونو څخه يو حق، کار کول دي. د اسلام له نظره ښځې د مسلک په انتخاب کې آزادي لري. په فقهي مبانیو کې، «کار ته د احترام اصل» په اقتصادي برخه کې يو شرعي اصل ګڼل شوی دی. د دې اصل پر اساس، د هر چا کار له عرفي نظره اقتصادي ارزښت لري او ترسره کوونکی يې د يوې ټاکلي اقتصادي بدلې یا معاوضې تمه لرلی شي. په سورة نساء، آیت ۳۲ کې راغلي دي: «ولا تتمنوا ما فضل الله به بعضکم علی بعض للرجال نصیب مما اکتسبوا وللنساء نصیب مما اکتسبن واسئلوا الله من فضله ان الله کان بکل شیء علیما.»
ژباړه: «د هغې برترۍ هیله مکوئ، چې الله(ج) نورو ته ورکړې ده. (دا طبيعي او حقوقي توپيرونه ستاسو د ژوند د نظام د ساتنې لپاره دي او د عدل پر بنسټ ولاړ دي.) له دې سره سره، نارينه خپله برخه لري او ښځې هم خپله (او د هېڅ يوه حقوق بايد له پامه ونه غورځول شي.) له الله نه د هغه د فضل سوال کوئ؛ بېشکه الله په هر څه پوه دی.»
دغه آیت د ښځې او نارینه د خپل کار د پایلې په مالکیت باندې تایید کوي او په غیر مستقیمه توګه ښځو ته د کار او اشتغال اجازه ورکوي؛ خو د مسلک آزادي ځینې محدودیتونه لري، چې عبارت دي له؛
1. دنده باید له شرعې سره مخالفه نه وي او باید مشروع او حلال عاید ولري.
2. دنده باید له عامه ګټو سره مخالفه نهوي.
3. دنده باید د نورو حقوقو ته زیان ونه رسوي. (حکمت نیا،1390ل)
د دغو درېیو شرطونو نشتوالی د دندې د مشروعیت د نشتوالي لامل ګرځي. په همدې اساس باندې د ښځې لپاره هغه وخت د دندې ترلاسه کول د ممانعت وړ ندي، چې دغه درې شرطونه پوره کړي.
دا خبره د دې تاييد کوي، چې ښځې د اقتصادي شخصيت له اړخه له نارينهوو سره هېڅ توپير نلري او لکه نارينه له مالي او اقتصادي امتیازاتو څخه برخمنې کېدی شي. د ښځو د کار کولو لامل يواځې د کورنۍ اقتصادي وضعيت ښه کول او د کورنۍ مخ پر زياتېدونکو اړتياوو ته ځواب ویل ندي، بلکې له کار کولو سره د يوه لوړ ټولنيز حيثيت او مقام ترلاسه کول هم تړاو لري. دا خبره اړينه ده، چې د ښځو غیر مستقيم کار (د کورنۍ کارونه) هم يوه ډېره باریکه موضوع ده. د ښځو هغه کارونه، چې په کور کې تر سره کېږي او د «کورنۍ کارونو» تر عنوان لاندې یادېږي، تل له دې پرته ترسره شوي دي، چې کوم ټاکلی مادي بدیل دې یې ورکړل شي. په داسې حال کې چې دا ډول کارونه هغه څه دي، چې د ښځو د جنسيتي رول له کبله د دوی پر اوږو لوېدلي دي. له دې کبله چې کورنيو کارونو ښځو ته د خپلواک عاید هېڅ ډول حق ندی برابر کړی، ښځې اړې دي چې د خپلواک عاید ترلاسه کولو لپاره له کور څخه بهر هم کار وکړي او يا هم د عاید په بدل کې له نارينهوو سره تړاو پیدا کړي، چې دغه وضعيت ښځې په ناامن حالت کې راولي. په داسې حالاتو کې د اسلام د لارښوونو له پلي کولو پرته بله کومه لاره نه پاتې کېږي. هغه طرحه، چې د اسلام له لوري د ښځو لپاره د اجرت المثل په توګه په پام کې نيول شوې ده، هغه ارزښت څرګندوي، چې اسلام د ښځې لپاره او د هغې د کار لپاره په پام کې نيولی. (باقري،1390ل)
د ښځو کار
يو له مهمو معيارونو څخه چې د هېواد د پرمختګ کچه اندازه کوي، هغه ارزښت او درناوی دی، چې په هېواد کې ښځو ته ورکول کېږي. پرته له شکه ښځو ته د فعال او جوړوونکي ځواک په توګه باندې پاملرنه په اقتصادي برخه کې په اهدافو ته رسېدلو باندې او هم د ټولنې د کاري ځواک په کمي او کيفي زياتوالي ډېر آغېز لري. له دې امله چې د اقتصادي پرمختګ په آغېزناکو عواملو کې بشري ځواک او تخصص ته ډېر پام اړول کېږي؛ نو د ښځو کار او له پرمختګ سره یې اړیکه هم یوه اړینه چاره ده.
خو د ښځو حضور په ځینو کارونو کې، چې زیاتره د ښځینه مسلکونو په نامه یادېږي، لکه ښوونه، نرسېنګ او په ادارو کې خدمتي کارونه، چې په کور کې له مزد پرته دودیزو کارونو سره شباهت لري. دغه کارونه نه یواځې چې په ټیټ کیفیت کې ترسره کېږي، بلکې د معاش کچه یې هم ټيټه وي. له همدې کبله په داسې کارونو کې د ښځو ښکېلتیا، چې هغوی د خپلو دودیزو کارونو په ډول دندو باندې ګوماري، هېڅ مناسبه نده او ښځي له اقتصادي فعالیتونو څخه لرې ساتي. (سفیري، ۱۳۸۲ل)
په عمومي ډول د ښځو د کار پر وړاندې په ټولو هېوادونو کې ستونزې او خنډونه شته دي؛ که هغه صنعتي هېوادونه دي او که د ودې په حال کې هېوادونه دي؛ یواځې شدت او ضعف پکې توپیر لري؛ ځینې عوامل پکې زیات آغېزناک دي او ځینې بیا لږ آغېز لري. هغه غیر پرمختیايي خنډونه، لکه د ښځو فیزیولوژیک وضعیت او د شخصیت جوړښت یې، چې د ټولنې له کلتوري نظام او ارزښتونو څخه آغېزمن شوي دي، په ډېرو هېوادونو کې مهم خنډونه ګڼل کېږي. همدارنګه، د پرمختیايي خنډونو هغه برخه، چې د پرمختګ په حال کې هېوادونو جوړښتونو سره تړاو لري، د هر هېواد د ځانګړو شرایطو پر بنسټ د له منځه وړلو اړتیاوې په نښه کوي. (سفیري، ۱۳۸۲ل)
په کار کې د ښځو د ګډون پایلې
که د ښځو پر وړاندې ټولنیز، کلتوري او اقتصادي خنډونه لرې کړل شي او دولت د ښځو د زدهکړې او کار په برخه کې ملاتړ وکړي؛ نو پرته له شکه، ښځې هم د نارینهوو په څېر د ټولنې په پرمختګ کې اساسي رول لوبولی شي. د ښځو کار څو مهمې پایلې لرلی شي، چې عبارت دي له؛
1. د ښځو له لوري له کور څخه بهر کار کول د کورنۍ د سرپرستۍ بار کموي او څومره چې د سرپرستۍ بار کم وي، د سړيسر عاید کچه (د هر شخص عاید) زیاتېږي. د پرمختګ یوه نښه همدا د سرپرستۍ بار دی.
2. د ښځو د کار زیاتوالی د زېږون کچه کموي او په پایله کې د نفوس د ودې کمښت او د سړيسر عاید زیاتوالی رامنځته کوي، چې د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل کېږي.
3. په کار کې د ښځو د ګډون له زیاتېدونکې کچې سره، میندو ته د زدهکړې ترلاسه کولو فرصت زیاتېږي، چې د ښځو د خپلواکۍ حس پیاوړی کوي او د کورنۍ په پرېکړو کې د ښځې د ونډې د زیاتوالي لامل ګرځي.
4. په کلیوالي سیمو کې چې هر څومره زدهکړه زیاته وي او مسلکي وېش ډېر شي او ښځې د نارینهوو ترڅنګ د کرنې او لاسي صنایعو په برخه کې له نویو ټکنالوژیو څخه ګټه واخلي او اړوندې زدهکړې ترلاسه کړي، د هېواد په اقتصادي وده کې برخه اخیستی شي.
5. په ښاري سیمو کې چې هر څومره ښځې لوړې او مسلکي زدهکړې ولري او اړین مهارتونه ترلاسه کړي، چې په وسیله یې لوړو مسلکونو ته د لاسرسي وړتیا پیدا کړي، په هېواد کې اقتصادي وضعیت هماغومره ښه کېږي. (امینيزاده، ۱۳۸۴ل)
پایله
په دې څېړنه کې د کتابتوني توصیفي څېړنیز مېتود په کارولو سره موږ دې پایلې ته ورسېدو، چې د هر هېواد د پرمختګ یو معیار هغه ارزښت دی، چې د ښځو اقتصادي ونډې ته ورکول کېږي. څومره چې په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو ګډون زیات وي، هماغه اندازه هېواد پرمختللی ګڼل کېږي.
د ښځو کار له ګڼو خنډونو سره مخ دی، چې پکې اقتصادي، ټولنیز او کلتوري خنډونه زیات دي؛ یا ښځې په داسې کارونو کې بوختې دي، لکه ښوونه، نرسېنګ، یا هم هغو کارونو ته ورته کارونو باندې بوختې دي، چې په سنتي ټولنو کې په دودیز ډول ورسپارل شوي دي. یا هم داسې کارونه کوي، چې د نارینه او ښځینهوو ترمنځ د معاش توپیر پکې موجود دی، دا ټولې هغه ننګونې دي، چې ښځې ورسره مخ دي.
په کار کې د ښځو ګډون، په عایداتو، تولید او د سړيسر عاید، د میندو لپاره د زدهکړې فرصتونو، د خپلواکۍ د حس په پیاوړتیا او د پرېکړو کولو په مهارت کې زیاتوالی راولي. په کرنه او لاسي صنایعو کې د ټېکنالوژۍ کارول هم د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل کېږي.
دولتونه باید د ښځو کار ته د زمینې برابرولو په موخه ځانګړي پروګرامونه پلي کړي، چې پکې د ښځو لپاره د زدهکړې او مسلکي فرصتونه برابرول، د ښځو کار کولو ملاتړ، د ښځو لپاره د دندو برابرول او هغه پروګرامونه شامل وي، چې له ښځو سره د ټولنیزو او کلتوري خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.
سرچینې
1. قرآن کریم
2. امینيزاده، محمد رضا. (۱۳۸۴ل) جایگاه اخص و ممتاز زن. د امیر کبیر خپرندویو موسسو پورې تړلې نړۍواله مطبعه او خپرندویه شرکت.
3. باقري، ش. (۱۳۹۰ل) ارزش افزوده کارخانه داری زنان و عوامل مؤثر بر آن. زن در توسعه و سیاست (مجله) د ښځو څېړنې
4. حکمت نیا، م. (۱۳۹۰ل) حقوق زن وخانواده. لومړی چاپ. د «فرهنگ و اندیشه اسلامی» څېړنیز مرکز د خپرونو اداره.
5. سفیري، خدیجه. (۱۳۸۲ل) اشتغال زنان در توسعه رضایت شغلی و نوع مشاغل. د ښځو د مقالو ټولګه؛ د باثباته پرمختګ لپاره ګډون او پلان جوړونه. (تهران: برګ زیتون)