
طالبانو په بغلان کې یوه ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکو په تور په دُرو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې یوه ښځه او یو سړی یې په بغلان ولایت د نامشروع اړیکو په تور په دُرو وهلې دي.
په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا سزا د سهشنبې په ورځ، د ثور میاشتې په ۲مه، د بغلان د ښاري ابتداییه محکمې د حکم له مخې تطبیق شوې ده.
د اعلامیې له مخې، دواړو کسانو ته ۳۵ ـ ۳۵ د دُرو سزا ورکړل شوې او همداراز، دواړه په شپږو میاشتو تعزیري بند هم محکوم شوي دي.