
طالبانو په بلخ کې یوه «جادوګره» ښځه نیولې ده
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چهارشنبه، د ثور میاشتې په ۳مه، په بلخ ولایت کې د «جادوګرۍ» په تور یوه ښځه نیولې ده.
د دې وزارت محتسبینو ویلي دغې ښځې د جادويي کارونو تبلیغ کاوه، خلک یې تېر ایستل، او پیسې یې ترې اخیستې.
طالبان ادعا کوي چې د دغې ښځې فعالیتونه د عامه ذهنیت ګډوډولو او د خلکو د دیني عقایدو د کمزوري کولو لامل شوي دي.
ویل کیږي چې طالبانو تر دې وړاندې هم یو شمېر کسان د «جادوګرۍ» په تور نیولي دي.