
په بدخشان کې یوې نجلۍ د موږکانو دوا په خوړلو سره خپل ژوند پای ته رسولی
د طالبانو د بدخشان ولایت امنیې قوماندانۍ خبر کړی چې د دې ولایت په شغنان ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ د «موږکانو» دوا په خوړلو سره ځان وژنه کړې ده. دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د ثور میاشتې په ۳مه رامنځته شوې ده، خو د ځانوژنې علت لا نه دی ډاګه شوی.
د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي. دې پېښې د افغانستان د نجونو او ښځو د رواني او ټولنیز وضعیت په اړه پراخې اندېښنې راپارولې دي.
د بشري حقونو ډیری فعالان باور لري چې ټولنیز فشارونه، سخت محدودیتونه او کورنۍ ستونزې ددا غمیزو مهم عوامل کیدلای شي.