
د ښځو په پیاوړتیا کې د ټولنیز ملاتړ رول
مقدمه
د ښځو پیاوړتیا د پایداره پرمختګ یو له مهمو برخو څخه ده. ښځې د بېوزلۍ، تاوتریخوالي، مناسبې تغذیې او روغتیا نه درلودلو اصلي قربانیانې دي؛ نو له همدې امله د ښځو ژوند او وضعیت ښه کول د ټولنې لپاره ګټه لري. د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې پراخې څېړنې تر سره شوې دي، چې په ځانګړي ډول نړۍوالې ټولنې پراخه څېړنې تر سره کړې دي، چې د ملګرو ملتونو او نړۍوال بانک د څېړنو یادونه کولی شو. له بله پلوه ډېری هېوادونو هم درک کړې ده، چې د ښځو له پیاوړتیا پرته پایداره پرمختګ ممکن نهدی. د ماشومانو روزنه، د کور چارې، چاپېریال ساتنه، له سرچینو او امکاناتو سالمه او مناسبه ګټه اخیستنه او د انرژۍ سپما هغه موضوعات دي، چې ښځې ورسره نېغه اړیکه لري؛ نو د ښځو پیاوړتیا له ټولنې سره مرسته کوي، چې د پایداره پرمختګ موخو ته ورسېږي. همدارنګه د ښځو پرمختګ او پیاوړتیا د نیمایي ټولنې د پرمختګ سبب کېږي.
څرنګه چې د ښځو پیاوړتیا یوه ټولنیزه موضوع ده او ټولنیزې پدیدې یواځې په یوه عامل پورې تړاو نهلري. د ښځو پیاوړتیا هم د یوې ټولنیزې موضوع په توګه په بېلابېلو داخلي او بهرنیو عواملو پورې تړلې ده. که له یوې خوا داخلي عوامل، لکه رواني او جسماني وضعیت او د کورنۍ اقتصادي وضعیت د ښځو په پیاوړتیا کې مهم رول لري، له بلې خوا موجوده ټولنیز جوړښتونه هم په دې برخه کې آغېزناک دي. له همدې امله په دې مقاله کې د ښځو په پیاوړتیا کې د ټولنیز ملاتړ پر رول او آغېزو بحث کوو.
په یوه څېړنه کې چې د محمود کتابي او همکارانو له خوا یې په (۱۳۸۲ل.ل) کې تر سره شوې ده، دا موندل شوې، چې د زدهکړو سطحه، د روغتیايي وضعیت ښهوالی، د قانوني مالکیت حق درلودل، په کار ــ بازار کې د تبعیض رفعه کول او د سنتي باورونو له منځه وړل؛ ټول هغه عوامل دي، چې د ښځو په پیاوړتیا کې ډېر رول لري. په دوی کې د زدهکړو سطحه په مستقیم ډول او نور عوامل په غیرمستقیم ډول د ښځو په پیاوړتیا کې رول لري. په اقتصادي برخه کې د لوړو زدهکړو لرونکې ښځې له مالي پلوه ځواکمنې وي او په لوړه کچه د مالکیت له حق څخه برخمنې دي. یوه بله څېړنه، چې د (مشارکت؛ د ښځو د پیاوړتیا بنسټي لار) تر عنوان لاندې تر سره شوې ده، ښایي چې ښځې، کرنه، اقتصاد او د ټولنیزو چارو په بېلابېلو برخو کې د آغېزناکې قوې په توګه ګڼل کېږي. همدارنګه ښځې په ټولنه کې د انساني ځواک په توګه پراخه ونډه لري، چې د دوی له ملاتړ او پیاوړتیا پرته د اقتصادي پرمختګ تر لاسه کول ناممکن دي.
د ښځو د پیاوړتیا اړوند نظریې
د ښځو چارو کارپوهه سارا لانګه په دې باور ده، چې د مېرمنو د پیاوړتیا په موخه باید پینځه مرحلې (هوساینه، لاسرسی، پوهاوی، ګډون او کنټرول) په ترتیب سره طی شي. د هوساینې(رفاه) مرحله کې د ښځو مادي هوساینه لکه تغذیه او عاید څېړل کېږي. د ښځو د پیاوړتیا په دې پړاو کې د ښځو او نارینهوو تر منځ د تبعیض له منځه وړل په پام کې نیول کېږي. په (لاسرسي) مرحله کې ښځې باید د تولید عواملو (ځمکه، کار او پانګه)، عاید لرونکو کارونو او د مهارتونو د زدهکړو خدمتونو ته، چې تولید او د مېرمنو استخدام ته زمینه برابروي، لاسرسی ولري. همدارنګه په دې مرحله کې باید ښځې د خپل لاس د محصول او ګټې واک ولري. په (پوهاوي) مرحله کې باید ښځې پوهې شي، چې د دوی ستونزې او مشکلات د دوی د شخصي نیمګړتیاوو له امله نهدي، بلکې دا ستونزې په کلتور پورې اړوند جنسیتي تبعیض څخه سرچینه اخلي، چې د تغییر او بدلانه وړ دي. (پوهاوی) دلته پر برابرۍ د باور په معنیٰ دی. په (ګډون) مرحله کې مېرمنې په هغوی پورې اړوند په ټولو برنامو او پروګرامونو کې ګډون کوي. ګډون باید په ټولنه کې د هغوی له شمېر او تعداد سره متناسب وي. په وروستۍ مرحله کې چې کنټرول دی، د ښځو او نارینهوو تر منځ د قدرت توازن ته اشاره کوي. (لانګه، ۱۳۷۲ل، ۳۲)
امارتیاسن پهخپل کتاب (پرمختیا د ازادۍ په معنیٰ) کې یو څپرکی ښځو ته ځانګړی کړی، چې (د ښځو فعال رول او ټولنیز بدلونونه) تر سرلیک لاندې دی. دا څپرکی د ښځو په روغتیا او سلامتیا کې د دوی فعال رول ته اشاره کوي او د دې رول آغېزې په مختلفو برخو، لکه د ماشومانو پر زېږون او بقا څېړي. امارتیاسن دا دوه برخې نه یواځې د ښځو په پیاوړتیا کې آغېزناکې ګڼي، بلکې د ټولنې په پرمختګ کې یې هم اړینې ګڼي. ښاغلی سن د ښځو فعال رول له اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو څخه تر سیاسي مشارکت او ګډون پورې د تعمیم وړ ګڼي. هغه د ښځو فعال رول د پرمختګ یو له هېرو شوو برخو څخه ګڼي او په دې باور دی، چې د ښځو سیاسي، اقتصاد او ټولنیز مشارکت په اوس وخت کې د پرمختګ په برخه کې تر ټولو مهم دی. (سن، ۱۳۸۵ل، ۲۲۹)
مالهوترا د ښځو پیاوړتیا د یوې پروسې په توګه تعریفوي، چې مېرمنې پهکې د خپل ځان او چارو د درستولو وړتیا پيدا کوي، په ځان باور ته وده ورکوي، په سرچینو د کنټرول او مستقل انتخاب له حقوقو څخه دفاع کوي، چې هغوی د ضعف او د بل واک لاندې حالته ژغوري. (Malhatra, schuler & 2002:5)
نظري بنسټونه
موږ ټول د دې وینا په اړه موافق یو، چې «انسان یو ټولنیز موجود دی.»؛ زموږ پلرونو او نیکونو په ټولنیزه او قبایلي بڼه ژوند کاوه او لا تر اوسه له ټولو عصري وسایلو سره، چې په انفرادي ډول ژوند کول اسانه کوي، په انفرادي ژوند پلوه ټولنو کې هم انساني اړیکو خپل اهمیت بایللی نهدی.
که «ټولنیزې اړیکې» هره هغه اړیکه تعریف کړو، چې له خپل ځان پرته له بل چا سره وي؛ نو احتمال شته چې تاسې تایید کړئ، چې زموږ ژوند، که شخصي وي یا مسلکي، له ټولنیزو اړیکو پرته له جدي ستونزو سره مخ کېږي.
که یو څه فکر وکړو او وګورو، چې په دې وروستیو کې مو له کورنۍ، خاوند، دوستانو، ملګرو، همکارانو او ګاونډیانو څخه کومې مرستې تر لاسه کړې دي؟
شاید له یوه همکار څخه مو پیسې پور اخیستې وي، یا د کورنۍ په مالي ملاتړ په زدهکړو بوخت یاست. شاید له یوه دوست سره مو د زړه خواله کړې وي. ممکن د یوه متخصص ډاکټر د نوم پوښتنې لپاره مو له کوم ملګري سره مشوره کړې وي او له هغه مو غوښتې وي، چې تاسې هغه ډاکټر ته بوځي؛ دا ټول د ټولنیز ملاتړ بېلګې دي.
واضحه ده، چې د ټولنیزو اړیکو بحث یوه ډېره پخوانۍ موضوع ده او هېڅوک نهشي کولی، چې د دې بحث د مطرح کولو ادعا وکړي. انسانانو تل ټولنیز اړتیاوې درلودې او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې له ټولنیزو اړیکو ګټه اخیستې ده؛ خو تقریباً له اویایمې او اتیایمو لسیزو(نیمه پېړۍ مخکې) راهیسې یوه په زړه پورې پېښه رامنځ ته شوه. په کتابونو، مقالو او ویناوو کې یوه اصطلاح عامه شوه، چې دا ډول بحثونه یې تر خپل چتر لاندې راوستل، هغه د ټولنیز ملاتړ (Social Support) کلمه وه.
وروسته له دې چې د ټولنیز ملاتړ اصطلاح وپېژندل شوه او تر یوه حده یې تعریف مشخص شو، سمدستي نورې څېړنې پیل شوې. هغه پوښتنې چې څېړونکي یې د ځواب موندلو په لټه کې وو، په دې ډول وې؛
د ټولنیز ملاتړ مثبتې آغېزې کومې دي؟
ټولنیز ملاتړ د افرادو پر رواني او جسمي روغتیا څه آغېزې لري؟
ټولنیز ملاتړ د ژوندانه پر کیفیت څه آغېزه لري؟
په بېلابېلو کلتورونو کې د ټولنیز ملاتړ تر منځ کوم توپیرونه موجود دي؟
د ټولنیز ملاتړ ترلاسه کول کوم کوم لګښتونه لري؟
دا ټولې هغه پوښتنې وې چې څېړونکي یې د موندلو په هڅه کې وو او د هغوی هڅو ته یې شکل ورکاوه.(متمم، ۱۴۰۱ل)
د ټولنیز ملاتړ تعریف او شاخصونه
مخکې تر دې چې د ټولنیز ملاتړ پر مفهومي تعریف خبرې وکړو، غوره ده چې د سېډني کاب (Sydney Cobb) له خولې د ټولنیز ملاتړ تعریف ولولو؛ هغه پهخپله مقاله کې، چې د ژوندانه د فشارونو په مدیریت کې یې د ټولنیز ملاتړ د رول په اړه لیکلې، ټولنیز ملاتړ داسې تعریفوي:
ټولنیز ملاتړ د اطلاعاتو مجموعه ده، چې یو فرد یې پر بنسټ دې باور ته رسېږي، چې له هغه سره مینه کېږي، هغه ته پاملرنه کېږي او د متقابلو تعهداتو د یوې شبکې غړی دی. هغه زیاتوي، فرد د ټولنیز ملاتړ په پایله کې دې پایلې ته رسېږي، چې له داسې ملاتړ څخه برخمن دی، چې د ژوند له فشار او ستونزو څخه په رامنځ ته شویو روغتیايي زیانونو کې به یې تر ډېرې کچې ساتنه وکړي. (متمم، ۱۴۰۱ل)
بېلابېلو څېړونکو او د نظر خاوندانو پهخپلو مقالو کې ټولنیز ملاتړ ته بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي دي؛ د بېلګې په توګه ځینو د ټولنیز ملاتړ عاطفي اړخ ته زیات ارزښت ورکړی دی، لکه (د زړه خواله) او ځینو نورو د ټولنیز ملاتړ د وسایلو پر اړخ تمرکز کړی دی، لکه (پور ورکول).
ټولنیز ملاتړ دې موضوع ته اشاره کوي، چې یو کس پخپل ژوند کې او د ستونزو پر مهال د خپلې کورنۍ، دوستانو او نورو نږدې کسانو له همفکرۍ او مرستې څخه برخمن شي او له دوی سره د نږدېوالي احساس وکړي. په دې څېړنه کې ملاتړ د حمایتي کړنو په بڼه دی، یعنې مختلف ډولونه د مرستې او ملاتړ چې فرد یې د مختلفو ټولنیزو اړیکو په پایله کې تر لاسه کوي؛ دا مرستې او ملاتړ د عاطفي، وسایلي او معلوماتي مرستو بڼه لري.
عاطفي ملاتړ په هغو مرستو دلالت کوي، چې یو کس یې د ستونزو او د ژوند د سختو شېبو پر مهال له نورو څخه تر لاسه کوي. دا ډول ملاتړ د عاطفي اړیکو په جوړولو او ساتلو کې مهم رول لوبوي؛ ځکه چې د دې له لارې کس ته دا احساس ورکول کېږي، چې یواځې ندی او د نورو ملاتړ له ځانه سره لري. په ځانګړې توګه، د ښځو په ځواکمنتیا کې د عاطفي ملاتړ آغېز ډېر ارزښت لري؛ ځکه چې دا ډول ملاتړ هغوی ته د ذهني آرامۍ، ځانباور او له ستونزو سره د مبارزې وړتیا ورکوي.
د ځان ارزښت ملاتړ (Self-esteem Support) دې ته اشاره کوي، چې د یوه کس په رواني فشارونو او ستونزو کې نور هغه ته د یوه ارزښتمن کس په توګه درناوی وکړي. دا ملاتړ فرد ته دا احساس ورکوي، چې د هغه ځانګړې وړتیاوې د ستونزو په حل کې آغېزناکې دي او پر هغوی بریا تر لاسه کولی شي. د ځانارزښت ملاتړ په ځانګړې توګه د ستونزو په وخت کې د یوې ښځې په اعتماد او باور کې مهم رول لوبوي، چې د هغې په ژوند کې مثبت اغېز لري.
د وسایلو (ابزاري) ملاتړ (Instrumental Support) هغو مالي او خدماتي سرچینو ته د لاسرسي په معنیٰ دی، چې یو کس یې د ستونزو او سختیو پر مهال له خپلې کورنۍ او نږدې ملګرو څخه تر لاسه کوي. دا ډول ملاتړ په ژوند کې د وسایلو، لکه مالي سرچینو او نور خدماتي اسانتیاوو د برابرولو لپاره مهم دی؛ ځکه چې د دې له لارې یو فرد پر ځان بسیا کېږي او د ستونزو د حل وړتیا تر لاسه کوي.
معلوماتي ملاتړ (Informational Support) په دې معنیٰ دی، چې یو کس له خپل چاپېریال څخه اړین معلومات او لارښوونې تر لاسه کوي، چې د خپلو ستونزو د حل لپاره ورته اړتیا لري. دا ډول ملاتړ د ستونزو د حل په برخه کې د افرادو د پرېکړو پر کیفیت مثبت اغېز کوي؛ ځکه چې له دې لارې دوی د خپلو ستونزو په اړه روښانه او کره معلومات تر لاسه کولی شي.
ټولنیز شبکهیي ملاتړ (Social Network Support) د هغو شبکو په ارزښت باندې ټینګار کوي، چې کس پهکې رسمي یا غیر رسمي غړیتوب لري. دا ډول شبکې د اړتیا پر مهال د مرستې او ملاتړ سرچینې جوړوي او د ټولنیزو اړیکو په رامنځ ته کولو او ساتلو کې مهمې دي. (کلدي، سلحشوري، ۱۳۹۵ل، ۷)
د ښځو په پياوړتیا کې د ټولنیز ملاتړ آغېزې
دا څېړنه د ښځو په پیاوړتیا کې د ټولنیز ملاتړ آغېز څېړي او دا په ډاګه کوي، چې ټولنیز ملاتړ د ښځو په پایښت لرونکي پرمختګ یو مهم فکتور دی. د ښځو پیاوړتیا مختلف اړخونه لري، چې پهکې رواني، اقتصادي، فیزیکي او ټولنیزه پیاوړتیا شامله ده. ټولنیز ملاتړ په څو برخو وېشل کېږي، لکه عاطفي ملاتړ، ځانارزښت ملاتړ، د وسایلو ملاتړ، معلوماتي ملاتړ او د ټولنیزې شبکې ملاتړ. ټولنیز ملاتړ ښځې پیاوړې کوي او د ازادۍ په لور د هغوی تګ ګړندی کوي. ټولنیز ملاتړ ښځو ته دا فرصت ورکوي، چې پهخپلو پرېکړو کې آزادي ولري، اقتصادي ثبات ولري او له رواني روغتیا څخه برخمنې شي.
په دې مقاله کې د ښځو د پیاوړتیا پینځه اړخونه څېړل شوي دي، چې هر یو پر خپل ځای ځانګړي اهمیت او آغېز لري. دلته د ټولو اړخو او د ښځو په پیاوړتیا کې یې د آغېزو په اړه غږېږو.
عاطفي ملاتړ: دا ډول ملاتړ د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې ډېر مهم دی. عاطفي ملاتړ په دې معنیٰ دی، کله چې په ستونزمنو حالاتو کې مېرمنې له ټولنې څخه ملاتړ تر لاسه کوي، دا د هغوی پر احساساتو او ذهنیت مثبت آغېز کوي او آرامتیا ورکوي. عاطفي ملاتړ نه یواځې ښځو ته د آرامتیا حس ورکوي، بلکې د هغوی پر رواني ثبات او ځواکمنتیا هم مثبت آغېز کوي. دا ډول ملاتړ ښځو ته له ستونزو او ننګونو سره د مقابلې ځواک ورکوي، چې په پایله کې د ژوند ستونزې په ښه توګه مدیریت کولی شي. عاطفي ملاتړ د ښځو د رواني روغتیا او ځواکمنتیا لپاره اړین ګڼل کېږي او په ټولنه کې د ښځو د رول په وده او پرمختګ کې مرسته کوي.
د ځان ارزښت ملاتړ: د ځان ارزښت ملاتړ د ښځو د ټولنیز ملاتړ په برخه یو بل مهم مفهوم دی. د ځانارزښت ملاتړ فرد ته حس ورکوي، چې هغه یو ارزښتمن شخص دی او د هغه شتون او ونډه د نورو لپاره اهمیت لري. د ځانارزښت ملاتړ د ځان په اړه د فرد مثبت لید او د درنښت احساس پیاوړي کوي، چې دا کار د فرد په رواني روغتیا ژورې مثبتې آغېزې لري. د څېړنو له مخې هغه کسان چې د ځان ارزښت ملاتړ تر لاسه کوي، پهخپلو پرېکړو ډاډمن وي، د نورو پر وړاندې مثبت چلند کوي او د فشار او ستونزو پر وړاندې د مبارزې وړتیا یې ډېره وي. د ځان ارزښت ملاتړ د مېرمنو د رواني ملاتړ لپاره حیاتي ګڼل کېږي؛ دا ځکه چې دا کار مېرمنو ته دا ډاډ ورکوي، چې دوی د ټولنې ارزښت لرونکي غړي دي او هغوی ته دا امکان ورکوي، چې په ټولنیزو فعالیتونو کې په پوره ډاد او لېوالیتا سره برخه واخلي. د ځان ارزښت ملاتړ د ښځو رواني روغتیا ډاډمنوي، د ستونزو پر وړاندې د مبارزې وړتیا یې زیاتوي او د هغوی د شخصیت ودې او پرمختګ لپاره زمینه برابروي.
د وسایلو ملاتړ: فرد د ټولنې د یوه غړي په توګه د خپلو مادي ستونزو د حل لپاره د ټولنې مالي ملاتړ ته اړتیا لري، چې دا کار د هغوی د ورځني ژوند د اسانۍ او اقتصادي خوندیتابه لپاره اړین دی. د وسایلو ملاتړ مېرمنو ته زمینه برابروي، چې له مالي فشار او بېوزلۍ څخه ځان وباسي او له اقتصادي او مالي پلوه پیاوړې شي. هغه مېرمنې چې د وسایلو ملاتړ لري پهخپلو پرېکړو کې پیاوړې وي او خپل ورځنی ژوند په ښه توګه مخته وړي. د وسایلو ملاتړ کچه تر ډېره د کورنۍ په اقتصادي وضعیت په تړاو لري؛ هغې مېرمنې، چې کورنۍ یې پیاوړی اقتصاد لري، زیاتره وخت د وسایلو له ملاتړ څخه برخمنې وي، په داسې حال کې چې د کمزوري اقتصاد لرونکې کورنۍ د مالي ملاتړ په برخه کې له محدودیتونو سره مخامخ دي. په ټوله کې د وسایلو ملاتړ د ښځو په اقتصادي ثبات، پرمختګ او ټولنیز موقف لوړولو کې خورا مهم رول لوبوي.
معلوماتي ملاتړ: د معلوماتي ملاتړ په پایله کې مېرمنې کولی شي د ستونزو د حل په برخه کې لارښوونې او مشورې تر لاسه کړي، چې د دوی لپاره په شخصي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې خورا ګټورې تمامېږي. کله چې مېرمنې پراخو معلوماتو ته لاسرسی ولري، دوی خپلې ستونزې په ښه توګه حل کوي او د خپلو حقونو او فرصتونو په اړه پوهه تر لاسه کوي. معلوماتي ملاتړ د مېرمنو د تصمیم نیولو وړتیا هم لوړوي او هغوی سره د ټولنیزو اړیکو جوړولو په برخه کې هم مرسته کوي.
شبکهيي ملاتړ: ټولنیز شبکهيي ملاتړ مېرمنو ته دا امکان ورکوي، چې په ټولنه کې خپل آغېز زیات کړي او د ټولنې له نورو غړو سره په ګډه په پرمختیايي فعالیتونو کې ونډه واخلي. همدارنګه دا ملاتړ د ټولنیز پیوستون او اړیکو رامنځ ته کولو لپاره اړین دی. شبکې او اړیکې مېرمنو ته زمینه برابروي، چې له همفکره خلکو سره په ګډه د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړي او د ستونزمنو حالاتو پر وړاندې په قوي دریځ سره ودرېږي.(کلدي، سلحشوري، ۱۳۹۵ل، ۹)
پایله
د ښځو پیاوړتیا د ټولنې د پایداره پرمختګ لپاره یو بنسټي او مهم عنصر دی، چې د ټولنیز ملاتړ له لارې نوره هم پیاوړې او آغېزناکه کېږي. ټولنیز ملاتړ، چې په عاطفي، ځانارزښت، وسایلو، معلوماتي او شبکهيي برخو وېشل شوی دی، د ښځو په ژوند کې د بېلابېلو ننګونو او ستونزو د حل لپاره یو مهم فرصت او وسیله ده. د عاطفي ملاتړ له لارې ښځې د ستونزمنو حالاتو پر وړاندې آرامتیا او ذهني سکون تر لاسه کوي، پر ځان د باور احساس یې پیاوړی کېږي او د ستونزو پر وړاندې د مبارزې وړتیا یې لوړېږي.
د ځان ارزښت ملاتړ د ښځو د رواني ثبات او شخصي پرمختګ لپاره ځانګړی ارزښت لري. دا ملاتړ ښځو ته دا باور ورکوي، چې د دوی ونډه او شتون په ټولنه کې ارزښت لري او ټولنه هغوی ته د خپلو غړو په توګه ګوري. له بلې خوا، د وسایلو ملاتړ له اقتصادي پلوه د ښځو لپاره د مالي ثبات او خپلواکۍ وسیله ده، چې دوی ته د ورځني ژوند د آسانتیا او له مالي فشارونو څخه د خلاصون زمینه برابروي.
د معلوماتي ملاتړ په مرسته ښځې په شخصي، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو کې د ستونزو د حل لپاره مهم او اړین معلومات او مشورې تر لاسه کوي، چې دا کار له هغوی سره د آغېزناکو پرېکړو نیولو کې مرسته کوي او په ټولنه کې د هغوی آغېز زیاتوي. په پای کې، د شبکهیي ملاتړ ښځو ته په ټولنیز ژوند کې د ارتباط او پیوستون پراخ فرصتونه برابروي، چې له دې لارې هغوی کولی شي، له نورو سره په ګډه په پرمختیايي او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه واخلي.
په ټوله کې، د ټولنیز ملاتړ بېلابېل اړخونه ښځو ته د ژوند په ټولو برخو کې نه یواځې د برلاسۍ، خپلواکۍ او ځانباور احساس ورکوي، بلکې د هغوی د شخصیت په وده، رواني روغتیا، اقتصادي ثبات او ټولنیز آغېز کې هم مهم رول لري. د ټولنیز ملاتړ دا برخې د ښځو لپاره د یوه پیاوړي او پایښت لرونکي ژوند د جوړولو لپاره بنسټي وسیله ده او هغوی ته دا زمینه برابروي، چې پهخپل ژوند کې د پرمختګ، خپلواکۍ او عزت لار ونیسي. په پایله کې، د ښځو پیاوړتیا د ټولنې د نیمایي برخې د پیاوړتیا په معنیٰ ده، چې په ټولیزه توګه د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره لازمي ګام ګڼل کېږي.
مأخذونه
سن،آمارتیا.(1385 ل). توسعه به مثابه آزادی، ترجمه وحید محمودي، د تهران پوهنتون، د مدیریت پوهنځي خپرونې.
کلدي، علي رضا او سلحشوري، پروانه. (۱۳۹۵ل). بررسی تاثیر حمایت اجتماعی بر توانمندسازی زنان. د ټولنیزې پراختیا د مطالعاتو مجله.
لانگه، سارا .(1372ل). معیارهایی براي تواناسازی زنان، تهران: روشنگران.
مازلو، آبرهام. (1367ل). انگیزش و شخصیت، ترجمه احمد رضواني، قدس رضوي ولایت، لومړی چاپ.
متمم. (۱۴۰۱ل). معرفی و انواع حمایت اجتماعی.
Johnson, Emily. (2019). the role of social networks in enhancing women's economic empowerment. International Journal of Social Sciences.
Lee, Sarah. (2018). Social support as a mediator in the relationship between education and women's empowerment.
Smith, Johan. (2020). Social support and women's empowerment: A comparative analysis. Journal of Women's Studies.