د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د ښځو د زده‌کړې حق


 

سریزه 

د زدهکړې حق په اصل کې یو ډول امتیاز دی، چې ټول انسانان یې د فردي ودې او ټولنیز پرمختګ په خاطر باندې، نه یواځې حق لري، بلکې اړتیا هم ورته لري. معاصر بشري حقونه، چې له ماډرنېزم څخه زېږېدلي دي، د بشر د حقونو پر یوه ټولګه ټینګار کوي، چې هر انسان د انسانیت په توګه د هغو مستحق دی، چې له ډلې د زدهکړې حق هم دی. په اسلامي افکارو کې، سره له دې چې پر علم ډېر ټینګار شوی؛ خو بیا هم د ښځو د زدهکړې حق تل له موافقې او مخالفت سره مخامخ شوی دی. دا موضوع د دیني متونو او د اسلامي پوهانو د آثارو په دقت سره مطالعې او په ښه توګه پوهېدنې ته اړتیا لري. 

په دې لیکنه کې د موضوع د اهمیت په پام کې نیولو سره هڅه شوې ده، چې د اسلامي فقه پوهانو نظریات او شرعي مستندات وڅېړل شي او د ښځو د زدهکړې حق تر بحث لاندې ونیول شي؛ خو له دې وړاندې، اړینه ده چې د زدهکړې د حق مفهوم ته پام وکړو. 

 

د زدهکړې د حق مفهوم 

د زدهکړې حق، چې په ځینو سرچینو کې ورته د زدهکړې آزادي هم ویل کېږي، په لنډ ډول د ښوونې او زده‌کولو د امتیاز لرلو په معنیٰ دی. یا په بل عبارت باندې د زدهکړې حق په دې معنیٰ دی، چې هر انسان د «زدهکړې ترلاسه کولو» او «د زدهکړې ورکولو» وړتیا او صلاحیت لري او په دې برخه کې ورته باید هېڅ ډول خنډ موجود نه وي.(عباسي، ۱۳۹۰ل: ۱۶۹) 

څه چې روښانه دي، دا دي چې په عمومي ډول د زدهکړې د حق موضوع او په ځانګړي ډول بیا د ښځو د زدهکړې حق د بشري حقونو په چوکاټ کې ځای لري. له همدې امله، د بشري حقونو په سرچینو کې د زدهکړې حق د بشري حقونو یوه برخه ګڼل شوې او له همدې امله د انسانانو ترمنځ په دې برخه کې هېڅ ډول توپیر نه‌شته، که هغه جنسیت، ژبه، نسل، قوم، پیدایښت، تابعیت، مذهب او داسې نور وي. په دې اساس، انسانان یواځې د انسانیت له مخې د «زدهکړې ترلاسه کولو» او «زدهکړې ورکولو» حق لري. د معاصرو نړۍوالو حقونو اسنادو هم په همدې نظر د زدهکړې حق د بشري حقونو یوه بېلګه ګڼلې او د هغه د ملاتړ او پراختیا لپاره یې جدي میکانیزمونه په پام کې نیولي دي؛ (۱۹۴۸ د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه، ۱۹۶۶ د مدني او سیاسي حقونو کنوانسیون) 

 

په معاصرو حقوقي اسنادو کې د زدهکړې د حق موضوع پخپل ځای؛ خو موږ وینو چې دا مسله له اسلامي فقه پوهانو څخه هم ګونګه او ناڅېړلې نه‌ده پاتې؛ ځکه چې د اسلامي حقوقو لیکوالانو (فقه پوهانو) په دې اړه ژور او دقیق بحثونه ترسره کړي دي؛ خو هغه څه چې ټول اسلامي فقه پوهان پرې موافق دي، دا دي چې د زدهکړې حق د انساني حق په توګه ټولو انسانانو ته ورکړل شوی دی او دا حق د ټولو انسانانو لپاره یو ډول دی، پرته له دې چې د هغوی جنسیت، پیدایښت، نسل، مذهب، قوم، تابعیت او داسې نور په پام کې ونیسو. 

اسلامي لیکوالانو هم د دیني او شرعي متونو په استناد، «زده کولو/تعلیم» او «ورښودلو/تعلم» ته د پیغمبرانو د مبعث یوه مهمه موخه ګڼلې او د انسان د لوړتیا او تکامل لپاره یې اړین ګڼلی دی. (الیاسي، ۱۳۹۴ل: ۳۵۲) د اسلامي متفکرینو په باور، زده‌کړه او ښودنه نه یواځې د یوه حق په توګه پېژندل کېږي، بلکې د مسلمانانو دنده او مکلفیت هم ګڼل شوی دی. د دې خبرې د ثابتولو لپاره د رسول الله(ص) دغه مبارک حدیث ته اشاره کولی شو، چې فرمایي: «د علم حاصلول په هر مسلمان باندې فرض دي(هغه که نارینه وي، که ښځينه).» (کلیني، ۱۳۸۵: ۱/۳۰ او مجلسی، ۱۳۸۵: ۱/۱۷۱). که څه هم ځینې اسلامي فقهپوهان د دغه حدیث سند قوي نه بولي؛ خو آیت‌الله محسني(رح) په «معجم الاحادیث المعتبره» کتاب کې دغه حدیث د خپل تواتر له امله صحیح او معتبر ګڼلی دی. د ده په باور، په حدیث کې «مسلم» کلمه هم د نارینه او هم د ښځې په معنیٰ ده، لکه څنګه چې په ډېرو آیاتونو کې دا شان راغلي دي.(محسني، معجم الاحادیث المعتبره، ۱۳۹۶: ۱/۵۱) 

د اسلام له نظره، د زدهکړې حق ته په عمومي توګه او د ښځو د زدهکړې حق ته په ځانګړې توګه د یاد شوي حدیث ذکر کول بسنه کوي او هېڅ ډول شک پرې نه پاتې کېږي؛ خو ځینې اسلامي فقه پوهانو بیا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په څرګندو او صریحو نصوصو سره د علم او پوهې د زدهکړې نه یواځې مخالفت نهدی کړی، بلکې په ډېر ټینګار سره یې د ترسراوي لپاره توصیه هم کړې ده. مبارک آیت: «وَ قُل رَبّ زِدنِی عِلماَ» (طه/۱۱۴) الله(ج) انسان دې ته رابولي، چې د هغه له الهي درباره د خپل علم د زیاتوالي غوښتنه وکړي: «او ووایه، پروردګاره، زما په علم کې زیاتوالی راوله 

له بلې خوا، د اسلام په ګران پېغمبر باندې په لومړنيو نازل شوو آیتونو کې الله(ج) رسول‌الله ته د لوستلو امر کوي او فرمایي: «اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ» (علق/۱) د اسلامي مفسرینو او لیکوالانو په باور، الله(ج) د دغه مبارک آیت له لارې د انسان عقل له جهل او خرافاتو څخه د علم، پوهې او اخلاقو لوري ته رهنمایي کوي.(الغامدي، ۱۳۹۴ل: ۱۵۴)  

د دغو مبارکو آیتونو او د اسلامي نړۍ د مفسرینو نظریاتو ته په کتو څرګندېږي، چې تعلیم او زدهکړه د انسانیت لپاره، که هغه ښځه وي او که نارینه، نه یواځې د حق په توګه، بلکې د نورو په پرتله د لوړتیا یو معیار هم ګڼل کېږي. په همدې اساس سره ویلی شو، چې د زدهکړې حق د معاصرو نړۍوالو حقوقو او اسلامي فقهې دواړو له نظره یو دروند او ارزښتناک حق دی. یواځینی توپیر دا دی، چې معاصرو نړۍوالو حقوقو، زدهکړه یواځې د انسانانو لپاره د یوه امتیاز په توګه ګڼلې ده؛ خو اسلامي دیني متونو کې دا امتیاز نه یواځې د یوه حق په توګه راغلی دی، بلکې د نورو انسانانو په پرتله د یوه انسان د ښه‌والي دلیل هم دی او له دې سره څنګ کې یوه دیني فریضه او مکلیفیت هم دی. 

مرحوم کلیني په اصول کافی کې په معتبر سند سره نقل کړي دي: «عالم ينتفع بعلمه خير من سبعين الف عابد» هدف یې دا دی، چې «هغه عالم چې له خپل علم څخه ګټه اخلي، (یا ترې نور څوک ګټه واخلي) له اویا زرو عابدانو څخه ښه دی 

له شک پرته، په اسلامي فکر او عقیده کې د علم زدهکړه ډېر زیات اهمیت لري، چې په قرآن او احادیثو کې یې یادونه شوې ده. هغه څه چې قرآني منطق د زدهکړې په اړه راڅرګندوي، دا دي چې علم او پوهه نه یواځې د انسان لپاره یو امتیاز دی، بلکې د انسان د تکامل او لوړتیا راز هم ګڼل شوی دی. الله(ج) د علم حاصلول د مؤمن انسان له ایمان سره برابر ګڼلی او فرمایي: «یرفع الله الذین آمنو منکم والذین اوتوا العلم درجات»(مجادله/11) 

ژباړه: «الله به په تاسو کې د هغو کسانو درجې لوړې کړي، چې ایمان یې راوړی دی او علم ورکړل شوی دی.»  

همدارنګه الله(ج) د قرآن په بل ځای کې دا موضوع په جدي ډول سره یادوي او په استفهامي قالب کې د علم د اهمیت او د عالم د مقام په اړه خبره کوي: «هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون» (زمر/9). 

ژباړه: «آیا هغه کسان چې علم لري، له هغو کسانو سره برابر دي، چې علم نهلري؟» 

دغه آیتونه په څرګنده توګه د انسان لپاره د علم اهمیت په ډاګه کوي او په ټولو آیتونو کې په مطلق ډول ذکر شوي دي، چې د علم زده‌کړه په هېڅ کومې طبقې، جنسیت، قومیت او مذهب پورې محدوده نهده. له دې امله، په اسلامي افکارو کې زدهکړه هم د یوه مسلم حق په توګه ګڼل شوې، هم د مکلفیت په توګه او هم د انسانانو ترمنځ د لوړتیا د یوه معیار په توګه باندې یاده شوې ده. 

 

د اسلامي لارښوونو له مخې د ښځو د زدهکړو حق 

وړاندې مو وویل، چې له یوې خوا زدهکړه د انسان له طبیعي او فطري حقونو څخه شمېرل کېږي، چې هم یې په عصري حقوقي نظامونو کې او هم یې په اسلامي احکامو او دیني متنونو کې ملاتړ شوی دی. له بلې خوا، دا امتیاز په ټولو حقوقي نظامونو کې یواځې د انسان د انسانیت له امله ورکړل شوی دی او د جنسیت، قوم، مذهب او نورو په اساس هېڅ توپیر پکې نشته. بله خبره دا، چې د زده‌کړې د حق اړوند د معاصرو حقوقو او اسلامي حقوقو ترمنځ توپیر په دې کې دی، چې په معاصرو حقونو کې زدهکړه کول یواځې یو حق او امتیاز ګڼل کېږي؛ خو په اسلامي باورونو کې نه یواځې دا یو حق دی، بلکې تر دې هاخوا یو مکلفیت او فریضه هم ګڼل کېږي. د دې خبرې د ثابتولو لپاره د قرآن کریم ځینې آیتونه دي، چې زدهکړه او علم د انسانانو ترمنځ د برترۍ لامل بولي؛ خو په دې برخه کې غواړو، چې د اسلامي فقه پوهانو نظر، په ځانګړي توګه بیا د ښځو د زدهکړې حق په اړه وڅېړو. 

محمد یزدي د اسلامي فقه پوهانو له ډلې څخه یو دی؛ هغه علم له طبیعي حقونو څخه یو حق ګڼلی او ویلي یې دي: «هېڅوک هم باید له زده‌کړې څخه منعه نشي؛ له زده‌کړو څخه یو څوک منعه کول، د بشري حقونو خلاف څه دي.» (یزدي، ۱۳۹۰ل؛ ۷۰). علامه حلي(رح) د علم زدهکړې په اړه ویلي، چې اسلامي احکام علم په څو برخو وېشي. ځینې علوم داسې دي، چې زدهکړه یې عیني واجب ګڼل کېږي، چې موږ یې د عقایدو علم بولو؛ ځینې علوم دي، چې زدهکړه یې کفایي واجبه ده، لکه اصول الفقه، طب، ریاضي او نور . . . ځینې علوم داسې دي، چې زدهکړه یې مستحبه ده، لکه هر هغه علم چې په ټولنه کې متخصصین پکې موجود وي؛ د ځینو علومو زدهکړه حرامه ده، لکه جادو، فال لیدنه او غیب‌ویل او نور چې په دې احکامو کې د نارینه او ښځینه ترمنځ هېڅ توپیر نشته؛ یواځې ښځې باید هڅه وکړي، چې په علم زدهکولو کې حرامو کارونو ته داخلې نشي.(حلي، تذکره الفقها: ۹/۳۶-۳۷) 

آیت الله فیاض(دام عزه)، چې د اسلامي نړۍ یو مشهور فقهپوه دی، هم د اسلام د پېغمبر د حدیث په استناد ویلي، چې علم دوه ډوله دی؛ «العلم علمان، علم‏ الأبدان‏ و علم الإيمان‏»؛ یعنې یو دیني علم او بل د بدن علم (طب). هغه واضحه کړې، چې اسلام، طب علم ته د دیني علم په څېر ارزښت ورکړی او هغه ټولنه چې له طب علم څخه بې برخې وي، ناروغه، وروسته پاتې او بې ارزښته ګڼل کېږي. په دې برخه کې هم د نارینه او ښځینه ترمنځ هېڅ توپیر نشته. 

د آیت الله العظمی محسني په نظر د ښځو د زدهکړې حق د لومړني شرعي حکم له مخې نه یواځې یو حق او امتیاز دی، بلکې د شرعي مکلفیت په توګه هم ګڼل کېږي. د یاد فقیه د خبرو مطابق موږ دا درې مباحث تر څېړنې لاندې نیسو؛ «عمومي لید»، «د مېرمنو د زده‌کړو اړتیا» او «د مېرمنو د زده‌کړو شرایط او خنډونه».  

د آیت‌الله محسني له نظره په اسلامي شریعت کې د ښځو د زده‌کړې د حق په اړه د هغه حکم هغه وخت لا زیات روښانه او ژورېږي، چې هغه د علم ترلاسه کول، عبادت بولي. په دې اړه هغه ویلي دي: «د انسان د پیدایښت په اړه هم دا پوښتنه مطرح ده، چې ولې پیدا شوی دی؟ د دې پوښتنې ځواب قرآن مجید دا ډول ورکوي، چې د الله(ج) د عبادت لپاره پیدا شوی دی. عبادتونه، لکه لمونځ، روژه، خمس، زکات، حج، جهاد، اعتکاف او نور مستحب کارونه، لکه ټولنیز خدمتونه، د الله(ج) له مخلوق سره مرسته، په مختلفو برخو کې درس لوستل او علم زده کول؛ په دې نیت، چې درس ولولي، علم ومومي او د خدای مخلوقاتو، مسلمانو وګړو او خپلو اسلامي هېوادونو ته خدمت وکړي؛ نو دا ډول علم په عبادت کې شمېرل کېږي.» (محسني، انوار هدایت، 1394ل: 2/ 277) 

په دې بیان کې علم زده کول د الهي عبادتونو برخه ګڼل شوی او په دې کې هېڅ شک نشته، چې د دې حق په برخمنېدو کې د نارینه او ښځینه ترمنځ هېڅ کوم توپیر نشته؛ ځکه چې الله تعالی فرمایلي دي: «وما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون» (الذاریات/۵۶). 

ژباړه: «ما پېری او انسان د عبادت لپاره پیدا کړي دي.» 

لکه څرنګه چې د الله په عبادت کې د نارینه او ښځینه ترمنځ توپیر نشته، په علمي زدهکړو کې هم نشته. په ټولیز ډول د محسني فقهې نظر په دې برخه کې د ښځو په حق کې دا دی، چې: «د ښځې په کور کې بندي کول او بېسواده پرېښودل په دې زمانه کې د ښځې لپاره مناسبه نه ده. ښځو ته د زدهکړو اجازه ورکړئ، چې د خپلو دیني احکامو زدهکړه وکړي. په تقوا او ادب سره، د حجاب په ساتلو سره د ښځو لپاره په ټولنیزو او سیاسي چارو کې د ګډون لاره هواره کړئ او دوی ته اجازه ورکړئ، چې له خپلې خوښې سره سم په ورزشي فعالیتونو، لکه فوټبال، واليبال، ټینس او لامبو وهلو کې ګډون وکړي، په داسې چاپېریال کې، چې له نارینهوو لرې وي او عاقبت سنجوونکي مصلحین باید پوه شي، چې په ښځو په بندیزونو کې افراط د تفریط او تفریط بیا د افراط لامل کېږي.» (محسني، زن در شریعت اسلامی، ۱۳۹۱ل: ۸۹) 

 

شرایط او محدودیتونه 

په لنډ ډول د محدثینو او د فریقینو د فقهاوو په نظر د ښځو د زدهکړې شرایط او محدودیتونه په لاندې نکاتو کې رانغاړل کېږي؛ 

  1. د زدهکړې په وخت کې د نجونو او هلکانو ترمنځ جلا والی؛ اهل سنت علماء په دې اړه وايي، چې که ټولګی په داسې ډول منظم وي، چې هلکان په لومړۍ برخه کې کېني، ټولګي ته د ننوتلو ځانګړې دروازه ولري، نجونې یې شا ته کېني، مناسب واټن رعایت شي او نجونې هم له ځانګړې لارې ټولګي ته ننوځي – راووځي او یا هم که چېرته ښځینه استاده موجوده نه وي؛ نو په پورتنیو شرایطو سره په ګډه زده‌کړه کې کومه ستونزه نشته او روا ده. (زیدان، پیشین: 139). 

  1. ښځې باید د زده‌کړو په دوران کې داسې جامې واغوندي، چې د نارینهوو لپاره جذابې نه وي او د بدن کومه برخه یې پکې ښکاره نشي. 

  1. غوره ده، چې ښځې ښځو ته تدریس وکړي؛ خو که چېرته ښځه استاده موجوده نه وه؛ نو د آمین او پرهېزګار نارینه ښوونکي شتون هم کومه ستونزه نده. د اهل سنت د احادیثو مطابق په اسلامي شریعت کې د ښځو په منځ کې د نارینه شتون حرام خلوت نه بلل کېږي.  

  1. د زدهکړې لپاره له کور څخه د وتلو لپاره ښځه د مېړه اجازې ته اړتیا لري(البته که یې واده کړی وي.) یا د سرپرست اجازې ته اړه ده(هغه چې واده یې نه وي کړی.)؛ خو د دیني علم د زدهکړې لپاره دا شرط نشته. 

  1. زدهکړې باید په داسې چاپېریال کې وي، چې د ښځو عزت او حیا ته پکې زیان ونه رسېږي. که چېرته داسې وي؛ نو مېرمنې دې د علم د ترلاسي لپاره داسې چاپېریال ته مراجعه وکړي، چې کوم شرعي خنډ پکې موجود نه وي.  

 

 

 

پایله 

د دې لیکنې په پای کې د اسلامي نړۍ د فقه پوهانو د علمي او فقهي نظریاتو په رڼا کې څرګندېږي، چې د ښځو د زدهکړې حق نه یواځې چې منعه شوی ندی، بلکې په ډېریو مواردو کې دا یو کفایي واجب ګڼل شوی دی. د اسلامي شریعت دا تګلاره د ښځو د زدهکړې په اړه له دې امله ټاکل شوې، چې د ښځو د روزنې اهمیت په نسلونو، ټولنیز پرمختګ، د دیني هویت ساتلو او د اسلامي ټولنې د رهبرۍ په برخه کې څرګند دی. اسلامي احکام په ورته وخت کې په زدهکړه د ټینګار تر څنګ په دې خبره هم ټینګار کوي، چې د ښځو زدهکړه باید د هغوی شخصیت، پاکۍ، تقوا او دین ته زیان ونه رسوي. د ښځو د زدهکړې چاپېریال باید داسې وي، چې دوی په دې جریان کې له خپل الهي فطرت او خدای ورکړو استعدادونو څخه د اسلامي امت د تکامل او خدمت لپاره ګټه واخلي. 

 

 

سرچینې 

 

  1. قرآن کریم. 

  1. ابو داوود سجستانی، سنن، تحقیق: شعیب ارنووط، دمشق، دارالرساله، 2009ز. 

  1. د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه، په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو له لوري تصویب شوې. 

  1.  الغامدي، عبداللطیف، حقوق بشر در اسلام، 1394ل. 

  1. الیاسي، محمدقاسم؛ حقوق بشر و آزادیهای اساسی، کابل؛ د خاتم النبیین(ص) پوهنتون خپرونې، 1394ل. 

  1. بخاري، صحیح بخاري، څېړنه: مصطفی دیب البغاء، دار ابن کثیر، بیروت، الیمامه، سوم، 1407س. 

  1. رازي،  ابوالفتوح، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، 1408س. 

  1. زیدان، عبدالکریم، ژباړه: سهیلا رحمتي، حقوق و تکالیف زن در اسلام، ډېجیېټل نسخه، 1394ل. 

  1. طبري، ابو جعفر محمدبن جریر، جامع البیان فی تفسیرالقرآن، بیروت، دارالمعرفه، 1412س. 

  1. عباسي، بیژن، حقوق بشر و آزادیهای بنیادین، تهران، دادګستر خپرندویه ټولنه، 1390ل. 

  1. علامه حلي، تذکره الفقها، جلد9. 

  1. کلیني، اصول کافی، تهران، اسوه خپرونې، 1385ل. 

  1. محسني، محمدآصف؛ افق اعلی، کابل، د آیت‌الله العظمی محستي د آثارو د ساتنې او خپرولو مرکز، 1396ل. 

  1. توضیح المسایل طبی، قم، د حرکت اسلامي فرهنګي خپرونې، 1375ل. 

  1. روش جدید اخلاق اسلامی، کابل، خاتم‌النبیین(ص) علمي حوزه، 1365ل. 

  1. زن در شریعت اسلامی، کابل، خاتم‌النبیین(ص) علمي حوزه، 1371ل. 

  1. معجم الاحادیث المعتبره، قم، ادیان خپرندویه مرکز، 1392ل. 

  1. نقش اسلام در عصر حاضر، کابل، 1387ل. 

  1. مجلسي، محمدباقر، انتشارات اسلامیه، چاپ4، 1386ل. 

  1. د سیاسي او مدني حقونو نړۍوال میثاق، په ۱۹۶۶م کې ملګرو ملتونو تصویب کړی دی. 

  1. نسایي، السنن الصغری، څېړنه: عبدالفتاح ابوالغده، حلب، المطبوعات الاسلامیه، 1406س. 

  1. یزدي، محمد، رویکرد متعالی فقه اسلامی به حقوق بشر، قم، امام خمیني علمي او څیړنیزه خپرندویه ټولنه، 1390ل. 

پیعام