د یوناما د طرحې په وړاندې د ښځو د حقونو د فعالانو غبرګون؛ د ښځو د حذف او د طالبانو د عادي‌کولو د هڅو پر وړاندې نیوکه

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو، مدني بنسټونو استازو او اعتراضي خوځښتونو د یوناما د «جامع تګلارې» پر طرحه نیوکه کړې او یاده طرحه یې د ملګرو ملتونو له اصلي مأموریت څخه انحراف بللی دی. دوی ټینګار کړی چې دا طرحه د تصمیم نیونې په پروسه کې د افغان ولس ګډون محدودي او د طالبانو د عادي‌کولو لپاره زمینه برابروي.


یادو فعالانو د دې طرحې جوړښت ته د «موزاییکي تګلارې» نوم ورکړی او خبرداری یې ورکړی چې د بشري حقونو موضوعات د «چنې وهلو وړ مسایلو» په بڼه بدلول، د بشري حقونو بنسټیز اصول تر پښو لاندې کوي.


همداراز د ښځو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د نقض قربانیانو حذف کولو اندېښنې راپوره کړې دي. په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «له بشرپاله مرستو څخه د سیاسي موخو لپاره استفادې د بې‌طرفۍ اصل له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی.

پیعام