فایق: له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د ښځو او ماشومانو لپاره جدي ګواښ دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیز شورا په ځانګړې غونډه کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر بهیر سخت انتقاد وکړ. نوموړي دا اقدام د نړیوالو ژمنو نقض وباله او له پاکستانه یې وغوښتل چې دا بهیر ودروي.


فایق په خپله وینا کې په افغانستان کې طالبانو د پالیسو له امله د بې‌ځایه کېدو  بحران ته په اشارې ټینګار وکړ چې د کډوالو جبري راستنیدل کولی شي کورنۍ له منځه یوسي او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو په وړاندې جدي ګواښونه رامنځته کړي. نوموړي د افغانستان روان اقتصادي او امنیتي بحرانونه هم د افغان کډوالو د زیان‌منېدو له اصلي عواملو وبلل.


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، یوازې په تېرو دریو اوونیو کې نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه راستنه شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. همداراز د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، طلال چودري، ویلي چې د راجستر شوو کډوالو د داوطلبانه راستنېدو مهلت د جون تر ۳۰مې ټاکل شوی دی.


فایق له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو لپاره بشردوستانه مرستې زیاتې کړي او د بیا میشتېدو بهیر چټک کړي. هغه خبرداری ورکړ چې که کافي ملاتړ ونشي، دا به په افغانستان کې د بشري ناورین د ژورېدو سبب شي او کډوال به له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړي.

پیعام