د ژغورنې نړیواله کمیټه: د امریکا د مرستو کمښت د افغان ښځو او ماشومانو لپاره اړین خدمات بند کړي دي

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین کچه خپل اوج ته رسېدلې ده او د امریکا د مرستو کمښت د میلیونونو کسانو لپاره د حیاتي خدماتو د بندېدو لامل شوی دی. په دغو خدماتو کې روغتیایي پاملرنه، د خوارځواکۍ درملنه، واکسین، پاکو اوبو ته لاسرسی او زده‌کړې شاملې وې، چې اوس د بودیجې د کمښت له امله درېدلي دي.


د راپور له مخې، له ۲۳ میلیونو څخه ډېر کسان په افغانستان کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. ښځې او ماشومان د خوړو د ناامنۍ، ناروغیو او بې‌ثباتۍ په برخه کې تر نورو زیات زیان‌ ګالي. د طالبانو له لوري لګول شوو محدودیتونو هم د میلیونونو کسانو د زده‌کړې، کار او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی له منځه وړی، او د کورنیو ښځینه سرپرسانو ژوند یې خورا ستونزمن کړی دی.


راپور زیاتوي چې له ۷۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو، په ځانګړې توګه بې‌ځایه شوي د ژغورنې نړیوالې کمیټې د بشردوستانه مرستو ته لاسرسی له لاسه ورکړی. د ۱۵ زرو ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه درېدلې او د ۱۴ میلیونو کسانو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی خورا کم شوی دی.


د ژغورنې نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالات، خپلې مرستې بېرته پیل نه کړي او دوامداره مالي سرچینې برابرې نه کړي، نو د افغانستان د خلکو حالت به لا نور هم بحراني شي. دغې کمیټې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بشردوستانه خدماتو د بشپړ سقوط د مخنیوي لپاره فوري اقدام وکړي.

پیعام