دی ورلد راډیو: افغانې ګیتار غږوونکې نجونې د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي

«دی ورلد» راډیو راپور ورکړی چې څلور افغانې نجونې، چې یو وخت یې په کابل کې د ګیتار غږولو له لارې د یوه ښه راتلونکي هیله لرله، اوس په پاکستان کېافغانستان ته د د ستنولو له ګواښ سره مخ دي. دغه نجونې د «د مینې معجزوي ماشومان» تر عنوان لاندې د موسیقۍ ډلې غړې دي؛ یاد ښوونیز پروګرام په ۲۰۱۷ کال کې د امریکایي ګیتاریست لني کوردولا له خوا د زیان‌منو نجونو د مرستې لپاره جوړ شوی و.


د کوردولا، چې د مشهورو راک موسیقۍ ډلو لکه «ګنز ان روزز» سره د کار تجروبه لري، هدف دا و چې نجونې د کابل له خطرناکو کوڅو څخه را وباسي او د موسیقۍ او انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره خوندي چاپېریال ورته برابر کړي. خو د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته دا پروګرام وتړل شو او زده‌کوونکې اړ شوې چې ځانونه پټ وساتي.


اوس مهال ددې ډلې څلور نجونې له خپلو کورنیو سره په اسلام‌آباد کې ژوند کوي او د امریکا له لوري استوګنه منل شوې ده. سره له دې، د دوی د انتقال بهیر بند شوی او د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د اخراج پرېکړې  له امله یادې کورنۍ د جبري ستنېدو او جدي ګواښونو سره مخ شوې دي.


د افغان ایواک ائتلاف مشر شاون وندایور خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو اخراج د سیاست بدلون نه، بلکې د خلکو مرګ ته استول دي. هغه ټینګار کړی چې د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې افغان وګړي، چې له مخکې د امریکا له خوا د انتقال لپاره تایید شوي، لا هم په پاکستان کې پاتې دي او د طالبانو له مستقیم ګواښ سره مخ دي.

پیعام