نظيفه حقپال: افغان کرکټ ملي لوبډلې د ښځو حقونو ته پام کړی، خو ټولنيز ناورين يې په پام کې نه و نيولی

‏پخوانۍ ډیپلوماټه نظيفه حقپال وايي، لوبې بايد تل له سياست څخه لرې وساتل شي. د طالبانو سره د افغان کرکټ ملي لوبغاړو عادي ناسته پاسته د طالبانو پر وړاندې د مخالفو جهتونو د فکر نورمالولو کې موثره تمامېده. د مېرمن حقپال په خبره، سربېره پر دې چې افغان لوبغاړو د ښځو تعليم لپاره غږ پورته کړی دی خو ټولنيز ناورين او حساسيت ته يې پام نه دی کړی. نوموړې وايي چې خبره يوازې د تور او سپین ترمنځ نه ده، د برېتانيا لخوا پر افغان ملي لوبډلې تحريم له ځان سره د ښځو د ملاتړ نړيوال پيغام لري چې د کرکټ ملي لوبډلې سربېره ورته ټول افغانان بايد پام وکړي او د طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نکړي.

پیعام