
په ننګرهار کې یوې ښځې له خپلو ماشومانو سره یو ځای سیند ته وردانګلي؛ په افغانستان کې د ښځو د ځانوژنو د زیاتوالي اندېښنې
په ننګرهار ولایت کې طالب چارواکو خبر ورکړی چې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای د جلالآباد ښار «درونټې» سیند ته وردانګلي دي. دا غمجنه پېښه د شنبې په ورځ، د ثور په ۶مه، د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په یوه سیمه کې رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، د یوه ماشوم په ګډون ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی خو بل ماشوم ژغورل شوی او د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوی دی.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي چې د دې پېښې د اصلي علت په اړه څېړنې روانې دي. هغه زیاته کړې چې لا هم د دې ښځې او ماشومانو د ځانوژنې انګېزه معلومه نه ده.
ځايي سرچینو هم د دې ښځې او ماشوم د مړو موندل تایید کړي دي. ټولنیز کارپوهان باور لري چې فقر، کورنی تاوتریخوالی، او رواني-ذهني ستونزې د دا ډول پېښو اصلي عوامل دي.