.jpg)
طالبانو د محرم د نه لرلو له امله ښځینه واکسیناتورانې د هرات د استخدام له نوملړه ایستلي
د هرات ولایت ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست هغه ښځې، چې د واکسیناتورۍ د بستونو لپاره په شرایطو برابرې وې، یوازې د محرم د نه لرلو له امله له وروستي نوملړ څخه لرې کړل شوې دي.
د دې بست د ازموینې یوې بریالۍ ګډونوالې ویلي چې طالبانو د هغې د لیست نه د ایستلو دلیل دا ښودلی چې د هغې ورور د محرم په توګه له هغې سره د کار په مهال نه شي تللی، ځکه مېړه یې له هېواده بهر دی.
یادې ښځې د طالبانو دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي: «طالبان غواړي چې ښځې هېڅ کار ونه کړي.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تازه اعلان کړی چې د ټول هېواد په کچه د پولیو درې ورځنی واکسیني کمپاین پیل شوی او ښځینه واکسیناتورانو ته به ۲۴۰۰ افغانۍ تنخا ورکړل شي.
طالبانو په تېرو درې نیمو کلونو کې له ښځو سره د چلند په برخه کې لسګونه محدودیتونه وضع کړي، چې د محرم پرته له کوره د وتلو، تعلیم، کار او سفر مخه نیسي. دغه محدودیتونه د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو بهیر هم سخت اغېزمن کړی او ښځینه روغتیایي کارکوونکي یې اړ کړې چې د کار پر مهال شرعي محرم ولري.