په نورستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو د حجاب اغوستل اجباري خو له درنو کارونو منع شوي

طالبانو د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې پر ښځو د حجاب اغوستل اجباري اعلان کړل. د طالبانو له لوري د ټاکل شوي حجاب له مخې ښځې باید د چادرۍ، برقع یا دېته ورته داسې حجاب واغوندي چې یواځې سترګې یې ترې ښکاري.


سربېره پر دې، ښځې له درنو فزیکي کارونو لکه د لرګیو راټولولو، ژه کرنیزو ځمکو کې کار او دېته ورته له نورو سختو فعالیتونو منع شوې دي.


په دې ناسته کې د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف مأمورینو ته سپارښتنه شوې چې د دې پرېکړې د عملي کېدو نظارت وکړي، بدحجابه کسان وپېژني او خلک د دې نویو مقرراتو په اړه خبر کړي. د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره د کور په کور تګ او د خلکو پوهاوی هم پلان شوی دی.


ویل کېږي چې دا پریکړه د کلیوالو ښځو پر ژوند نور هم فشار واردوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې ښځې د کورنۍ په معیشت کې مهم رول لري. د افغانستان د کلیو ښځې د اوږدې مودې راهیسې نه یواځې د کور کارونه پر غاړه اخیستي، بلکې د کرنې په برخو کې یې هم د نارینه وو ترڅنګ کار کړی دی.

پیعام