.jpg)
د یوناما د «جامع کړنلارې» د طرحې په اړه د ښځو او بشري حقونو فعالانو نیوکه
د بشري حقونو فعالانو، معترضو میرمنو او د مدني بنسټونو فعالانو په یوه ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د «جامع کړنلارې» د طرحې پر وړاندې جدي غبرګون ښوولی دی. دوی دا طرحه د بشري حقونو له اساسي اصولو او د افغانستان د خلکو له ملي ارادې سره په ټکر کې ګڼلې ده. د فعالانو په وینا، دا طرحه د پایداره سولې د ملاتړ پر ځای، د طالبانو د واکمنۍ عاديکولو ته زمینه برابروي، داسې واکمني چې سیاسي او ولسي مشروعیت نه لري.
په اعلامیه کې د ښځو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د قربانیانو پر حذف ژوره اندېښنه څرګنده شوې ده. فعالانو ویلي دي چې دا ډول چلند، بشري حقونه د معاملې وړ مسایلو کچې ته راټیټوي او د حقونو د نهوېش او نهتعلیق اصول تر پښو لاندې کوي. همداراز هغوی ملګري ملتونه تورن کړي چې له بشري مرستو څخه د سیاسي موخو لپاره استفاده کوي.
دغو فعالانو له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي دي چې په دې طرحه له سره کتنه وکړي او ویې ځنډوي. دوی ټینګار کړی چې هره طرحه چې د خلکو پر حذف او د بشري حقونو د معاملې پر بنسټ ولاړه وي، نه به مشروعیت ولري او نه به تلپاتې سوله راولي. هغوی د ښځو، مدني ټولنو او د ټولو خپلواکو قشرونو د شفاف او برابر ګډون تضمین غوښتی دی، څو د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه په پرېکړو کې ګډون ولري.