فاریاب ته د یوناما د رئیس سفر؛ د افغان ښځو پر کاري فرصتونو او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار

د افغانستان لپاره د یوناما د دفتر مشرې رزا اوتونبایوا د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته سفر وکړ. د یوناما د اعلامیې له مخې، دې سفر کې اوتونبایوا د طالبانو له چارواکو، د ملګرو ملتونو له کارکوونکو او د ښځو له یوې ډلې سره کتلي دي. د دې لیدنو موخه د ښځو د کاري فرصتونو د پراختیا او د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو ژمنتیا ښودل شوې ده.


په دې سفر کې، ښځینه متشبثینو له اوتونبایوا سره په کتنه کې خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د بازارونو، په ځانګړي ډول د ازبکستان بازار ته د لاسرسي پر پراخولو یې ټینګار وکړ. همداراز، د یوناما مشې له یوې محلي خیاطي ورکشاپ څخه لیدنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د انکشافي برنامې په ملاتړ جوړ شوی و.


دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغان ښځو پر ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

پیعام