ملګري ملتونه: له ۷۰ سلنې زیاتې افغان ښځې د بشري مرستو په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) په تازه راپور کې څرګنده شوې چې د افغانستان له ۷۰ سلنې ډېرې ښځې د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال له سختو خنډونو سره مخ دي. دې سازمان ویلي چې د بشري ادارو په چوکاټ کې د ښځینه کارکوونکو کمښت او پر ښځو باندې د تګ راتګ محدودیتونه، د دغو ستونزو اساسي عوامل دي.


راپور همداراز پر کورنیو د اقتصادي فشارونو اغېز ته هم اشاره کړې ده. د راپور له مخې ډېری کورنۍ د سخت اقتصادي بحران او محدودیتونو له امله اړې شوې دي چې د خوړو وعدې هېرې کړي، له مکتبونو خپل ماشومانو وباسي، او حتی له وخت څخه مخکې وادونو ته مخه کړي.


یاد راپور د افغان ښځو او کورنیو د ژوند د اندېښمنونکي وضعیت انځور وړاندې کوي او د بشري وضعیت د ښه والي لپاره د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي.

پیعام