
د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور ازموینې د څلورم پرلهپسې کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي
د طالبانو د ملي ازموینو ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینه د جوزا میاشتې له اوومې نېټې څخه پیلېږي اود سرطان میاشتې تر شلمې پورې به په پنځو پړاوونو کې ترسره شي. د ازموینې لومړۍ پړاو به په میدان وردګو، پروان، پنجشېر، پکتیکا، غور، دایکندي، لوګر، کاپيسا، غزني، بغلان او بامیان ولایتونو کې ترسره شي.
د ملي ازموینو د ادارې رئیس، عبدالباقي حقاني، د نجونو د ګډون په اړه څرګندونې نه دي کړي. خو دا څلورم پرلهپسې کال دی چې د افغانستان نجونې د کانکور په ازموینه کې له ګډون څخه محرومې دي.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې دغه محدودیتونه د افغان نجونو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی؛ لکه د خپګان زیاتوالی، د ځان وژنو د کچې لوړوالی، له وخت نه مخکې مړینې، او په کم عمر کې ودونو زیاتوالی. دې حالت د نجونو د تعلیمي او ټولنیز راتلونکي په اړه سختې اندېښنې راپارولي دي.