په فرانسه کې د بشري حقونو فعالان: د ښځو پر وړاندې د طالبانو پالیسۍ «جنسیتي آپارتاید» او «د بشریت ضد جنایت» دی

د فرانسې په الفوغ‌ویل ښار کې د «کلبه دوست» غورځنګ او «د هزاره‌وو ملي کانګرې» په همکارۍ د یوې غونډې پر ترڅ کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو، څېړونکو او د مدني بنسټونو استازو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې «جنسیتي آپارتاید» وباله.


د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د طالبانو دا ډوب کړنې د بشري حقونو پراخ او سیسټماټیک نقض دی، چې د روم اساسنامې د اوومې مادې له مخې د «بشریت ضد جنایت» ګڼل کېږي.


د «کلبه دوست» ټولنې مشرې صابره سخي وویل چې د دې غونډې موخه نړیوالو بنسټونو او اروپايي هېوادونو ته د افغان ښځو غږ رسول دي. د همدې ټولنې مرستیال رضا رضايي د نړیوالې ټولنې د پوهاوي لپاره د ښځو ژوند د ترخو واقعیتونو مستند کول مهم وبلل.


د غونډې په پرېکړه‌لیک کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل شول چې د طالبانو سیاستونه د «جنسیتي آپارتاید» په توګه وپیژني او د افغانستان د بشري حقونو نقض شوې قضیې نړیوالې جزایي محکمې ته وسپاري.

پیعام