د ديني عالمانو نړيواله شورا: د نجونو پر زده کړو بنديز کبيره ګناه او جرم دی!

‏د ديني عالمانو د نړيوالې شورا سرمنشي محمد بن عبدالکريم آل عیسی ویلي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز له اسلام سره تړاو نه لري او کبیره ګناه ده. نوموړي په اسلام‌آباد کې د ديني عالمانوجوړې شوي غونډې ته په وينا کې وویل، اسلام هېڅکله د نجونو د زده کړو مخالف نه دی. بلکي د نجونو پر زده کړو بنديز لوی جرم دی.


یاده غونډه د سعودي عربستان د یوې غیر دولتي ادارې په مالي ملاتړ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شوې وه، چې پکې د اسلامي همکاریو سازمان ۱۵۰ استازو ګډون کړی و.

پیعام