د فاریاب ښځینه متشبثینو د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د ازبیکستان بازارونو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت هیئت (یوناما) رئیسې مشرروزا اوتونبایوا، د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته په سفر کې له یو شمېر ښځینه متشبثینو سره وکتل. دغو ښځو له هغې سره په مستقیمه لیدنه کې ترې وغوښتل چې د ازبیکستان بازارونو ته یې د تولیداتو د لاسرسي زمینه برابره شي.


ښځینه متشبثینو د نویو سوداګریزو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې د موجودو ستونزو د حل په برخه کې یې خپلې تجربې شریکې کړې. هغوی د خیاطۍ په څېر تولیدي کارځایونو کې د خپلو فعالیتونو د پراختیا یادونه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له خوا یې ملاتړ شوی دی.


اوتنبایوا د خیاطۍ له یوه کارځایه تر لیدنې وروسته، ژمنه وکړه چې د افغان ښځو د توانمندۍ او اقتصادي فرصتونو د پراخولو لپاره به همکاری ته دوام ورکوي. نوموړې زیاته کړه چې ملګري ملتونه به د ټولنو، په ځانګړي ډول د ښځو، د ملاتړ لپاره لا ډېر ګامونه واخلي.


یوناما هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان ښځو اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو ته پاملرنه د دې بنسټ له اساسي لومړیتوبونو څخه ده، او هڅه کوي د سیمه‌ییزو همکاریو په پراخولو سره، د هغوی لپاره زیات فرصتونه برابر کړي.

پیعام