.jpg)
ملګري ملتونه: د نجونو له زدهکړو پرته د افغانستان پراختیا ناشونې ده
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د افغانستان لپاره ددې سازمان ځانګړي استازي تام فلیچ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د افغان نجونو د زدهکړو او ګډون پر اړتیا ټینګار کړی دی. سربېره پر دې د غونډې په ترڅ کې د اقلیمي بدلون، ناامنۍ او له مخدره توکو سره د مبارزې موضوعات هم مطرح شوي دي.
فلیچر د ثور په ۸مه، د ایکس (ټویټر) شبکې له لارې یو پیغام خپور کړ، چې پکې یې د افغان ښځو او نجونو پر ستر ظرفیت ټینګار کړی او زدهکړهیې د هېواد د پرمختګ لپاره کیلي بللې ده.
دغه لوړپوړي چارواکي همداراز د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودجې د شدید کمښت یادونه وکړه، چې د ده په وینا، د “پیچلو سیاسي پالیسیو” له امله رامنځته شوی او په مستقیم ډول یې د اړمنو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له درې کالونو راپدېخوا له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو محرومې کړي دي. فلیچر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د نجونو او ښځو زدهکړه د افغانستان د راتلونکي لپاره هېڅکله له پامه نهشي غورځېدای.