په بدخشان ولایت کې د وسلوالو جرمونو زیاتوالی؛ یوه مور او زوی د وسلوالو غلو لخوا وژل شوي

د بدخشان ولایت سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې وسلوالو غلو د ارګو ولسوالۍ په ارغند کلي کې یوه ۵۵ کلنه مور او د هغې ۲۷ کلن زوی وژلي دي. دا زړه بوږنوونکی پېښه د یک‌شنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې غلو د لس لکه افغانیو د غلا په موخه یو کور ته ننوتل.


د راپورونو له مخې دغې مور د غلو د لیدو پر مهال چیغې وهي او هغوی پېژني، چې له امله یې غله ډزې پرې کوي او مور او زوی دواړه وژل کېږي. سیمه‌ییزې سرچینې ادعا کوي چې د غلو له ډلې دوه تنه د دې ښځې وروڼه او دوه نور د هغې ورارونه وو. د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې د دې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي او څېړنې روانې دي.


ویل کېږي چې دا پېښه یوازې یوه له هغو ګڼو وسلوالو جرمونو څخه ده چې په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې رامنځته شوي دي. د دا ډول پېښو زیاتوالي د عامه امنیت په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

پیعام