غور ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ له لوري ځان سوزېدنه؛ د اجباري وده پر وړاندې مقاومت

د غور سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د عابده په نوم یوې ځوانې نجلۍ د احباري واده د مخنیوي لپاره خپل ځان ته اور اچولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی. دا دردناکه پېښه د یک‌شنبې په ورځ، د ثور میاشتې په ۷مه، د تیورې ولسوالۍ د درزاب نیلي په کلي کې رامنځته شوې ده.


سرچینې وایي د طالبانو سیمه‌ییز قومندان حاجي محمد رحماني غوښتل چې عابده په زور سره خپل ورور محمدعظیم ته واده کړي. سره له دې چې د عابدې کورنۍ مخالفت کړی و او د طالبانو محکمې د قومندان ادعا بې‌اساسه بللې وه، خو سره له دې رحماني په زور عابده خپل ورور ته وادوله.


سرچینې زیاتوي چې د رحماني تر قوماندې لاندې ځواکونو د عابدې پلار او ورور نیولي او د دوی کور یې محاصره کړی و. عابده، چې له سختو فشارونو سره مخ وه د لرګیو او پطرولو په مرسته یې خپل ځان ته اور اچولی او ژوند یې له لاسه ورکړی.


د خپرو شویو اسنادو له مخې، د طالبانو ابتدایي محکمې د محمدعظیم په ګټه پریکړه کړې وه. خو دا شل کلنه نجلۍ وروسته له هغه چې پوه شوه د طالبانو ځواکونه د دې د سپارلو لپاره کلي ته ورغلي، پرېکړه وکړه چې خپل ژوند پای ته ورسوي.


د پېښې خپوره شوې ویډیو د نجلۍ سوځېدلی بدن څرګندوي چې د پېژاندنې وړ ندی.

پیعام