
ګیسو یاري؛ د ۲۰۲۵ میلادي کال د کولمبیا پوهنتون د «غوره زده کوونکي» جایزې ګټونکې شوه
د ښځو د حقونو وتلې فعالې او د افغانستان د اداري او ملکي اصلاحاتو د کمیسیون پخوانۍ کمېشنرې ګیسو یاري د ۲۰۲۵ میلادي کال د کولمبیا پوهنتون د «غوره زده کوونکي» معتبره جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه د دې پوهنتون د هنر او علومو د تحصیلاتو پوهنځي په یوه ځانګړې غونډه کې هغې ته ورکړل شوه.
مېرمن یاري په خپله وینا کې وویل چې افغانستان له تېرو درېنیمو کلونو راهیسې د جنسیتي آپارتاید تر واک لاندې ژوند کوي. هغې د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر اساسي ازادیو او حقونو د سختو محدودیتونو یادونه وکړه او دا یې د ښځو پر ضد یوه سیستماتیکه جګړه وبلله.
هغې زیاته کړه چې طالبانو تر اوسه د ښځو د ازادۍ د سلبولو لپاره له ۱۳۰ زیات فرمانونه صادر کړي دي، خو سره له دې، افغان ښځې او نجونې حتی په تبعید کې هم مقاومت ته دوام ورکوي او خپلې تجربې ثبتوي.
ګیسو یاري د هغو پیغامونو یادونه وکړه چې له افغان ښځو او نجونو یې ترلاسه کړي او ویې ویل: «د بشري کرامت، ازادۍ او برابري دفاع هغه ارزښتونه دي چې د جغرافیې او ملیت په پام کې نیولو پرته باید هر ځای د هغوی لپاره مبارزه وشي.» هغې ټینګار وکړ چې افغان ښځې نوره خاموشه نه پاتې کېږي او د آرامۍ په بدل کې خپل ارزښتونه له لاسه نه ورکوي.
هغې خبرداری ورکړ چې د ښځو او نجونو کار او هغه څه چې په افغانستان کې روان دي له پامه غورځول کېږي. مېرمن یاري ټینګار وکړ چې د بشر د حقونو دفاع باید انتخابي یا موقتي نه، بلکې دوامداره، زړوره او نړیواله مبارزه واوسي.