
د افغانستان د تُرکتبارو ښځو اعتراض: په شمالي ولایتونو کې د کډوالو ځای پر ځای کول د قومي یووالي لپاره ګواښ دی
د افغانستان د تُرکتبارو ښځو اعتراضي غورځنګ د هغو کډوالو د ځای پر ځای کېدو پر وړاندې اعتراض کړی چې له پاکستانه ایستل شوي او ټاکل شوې ده چې په شمالي ولایتونو کې مېشت شي. دوی دا پروسه شکمنه او غیرشفاف پلان بللی او باور لري چې دا کار به د یادو سیمو پر کمزورو بنسټونو، محدودو منابعو او ټولنیز ظرفیت فشار وارد او د نفوسو توازن ګډوډ کړي.
د دې غورځنګ د اعلامیې له مخې د هغو کډوالو هویت او مخینه چې شمال ته انتقالېږي، روښانه نه ده، چې دې موضوع د سیمې خلک سخت اندېښمن کړې دي. تُرکتبارو میرمنو دا بهیر «د خاورې پلورل» بللی او د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال عبدالسلام حنفي یې غوښتي چې د تُرکتبارو وګړو تاریخي ځمکې پر نورو ونه ویشي.
یاد غورځنګ د دې بهیر د سمدستي درولو غوښتنه کړې او له طالب چارواکو یې د شفافیت غوښتنه کړې ده. هغوی ټینګار کړی چې د شمالي سیمو د برخلیک په اړه باید له ځایي خلکو سره مشوره وشي.
د ازادۍ ګوند د پرېکړې شورا مشر جنرال عبدالملک هم د طالبانو پر دغه اقدام اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا کار ښايي قومي شخړې را وپاروي. د راپورونو له مخې طالبان په دغو سیمو کې د هغو کډوالو لپاره ښارګوټي جوړوي چې له پاکستانه ایستل شوي، چې دې اقدام یې پراخې اندېښنې راپارولي دي.