د آزادۍ پر لور د ښځو غورځنګ: د طالبانو د تاوتریخوالي پر وړاندې د عابدې خاموش اعتراض

د آزادۍ پر لور د ښځو غورځنګ د غور ولایت د یوې ځوانې نجلۍ، عابدې، زړه‌بوږنونکې ځان‌سوځونه غندلې او دا پېښه یې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تاوتریخوالي یو بل مثال بللی دی. دغې غورځنګ خبرداری ورکړی چې د نړۍ چوپتیا ددا ډول جنایتونو د دوام لپاره زمینه برابروي.


په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «عابدې د خپل خاموش اعتراض له لارې د طالبانو د دوامداره ظلم پر تیارو د حقیقت رڼا واچوله. دا فاجعه نه د طالبانو د سازمان‌شوي تاوتریخوالي لومړنۍ قرباني ده، او که چېرې د نړیوالې ټولنې چوپتیا دوام ومومي نو نه به وروستۍ وي.»


یاد غورځنګ غوښتنه وکړه چې طالبان دې د نړیوال عدالت پر وړاندې ځواب ووایي، او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه دنده لري چې د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا کړۍ پای ته ورسوي. د یاد غورځنګ غړو همداراز ددې اعلامیې له لارې د عابدې له چوپ غږ ملاتړ او د تاوتریخوالي د قرباني شوو ښځو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه.

پیعام