
د بشري حقونو د څار بنسټ: د طالبانو د امر بالمعروف مأمورین ښځینه کارکوونکې له کور څخه بهر د کار کولو له امله ځوروي
د بشري حقونو د څار بنسټ د “د کارګر د نړیوالې ورځې” په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورین هغه ښځې چې د کار لپاره له کوره وځي، ځوروي او نیسي. دې بنسټ ټینګار کړی چې د طالبانو سختګیرانه پالیسیو د کار په بازار کې د ښځو ګډون محدود کړی او هغوی یې له خپلو اساسي حقونو بېبرخې کړي دي.
یاد بنسټ د “ډوډۍ، کار، آزادۍ” له شعار څخه د ملاتړ تر څنګ ویلي چې دا شعار چې څه باندې درې کاله وړاندې د افغان ښځو له لوري پورته شو، اوس تر هر وخت زیات اړین دی. یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر ضد د سیستماتیک ظلم پر وړاندې ودریږي.