هریټ هارمن: د طالبانو پر ظلم نه باید سترګې پټې نکړو

د ښځو او نجونو په چارو کې د بریتانیا ځانګړې استازې هریټ هارمن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په وروستی ناسته کې د طالبانو د ظلم پر وړاندې د ژر اقدام کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.


هارمن چهارشنبه، د ثور میاشتې په ۱۰مه، په خپله ټولنیزه شبکه ایکس لیکلي: «ورځني راپورونه ښيي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو ظلم او ستم ورځ تر بلې زیاتېږي.»


دغه ناسته چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنت او د ښځو د حقونو فعالې فروزان رسولي په ګډون ترسره شوه، د جنسیت‌محوره سیستماتیک تبعیض مسأله پکې وڅېړل شوه.


ګډونوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو ملاتړ ته پام وکړي او د طالبانو له لوري لګول شوو محدودیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

پیعام