ملګري ملتونه: د طالبانو له‌ لوري پر ښځو او نجونو بندیزونه د افغانستان اقتصاد ته ۹۲۰ میلیونه ډالر زیان رسوي

د ملګرو ملتونو د پراختیا ادارې (UNDP) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لږول شوي بندیزونه به له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ میلادي کلونو پورې ددې هېواد اقتصاد ته ۹۲۰ میلیونه ډالرو زیان ورسوي.


یاد سازمان ټینګار کړی چې پر تعلیم او کار د ښځو پرلپسې محدودیتونه د جنسیتي نابرابرۍ واټن پراخ کړی او ښځې یې له فقر او ټولنیز محرومیت سره مخ کړې دي.


د ملګرو ملتونو په وینا، له ګاونډیو هېوادونو څخه د سلګونو زرو کډوالو بېرته راستنیدو اقتصادي فشارونه لا زیات کړي دي.

پیعام