ریچارد بنت: افغان میرمنې د جنسي اپارتاید تر حاکمیت لاندې ژوند کوي

 د افغانستان په برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د افغانستان د ښځو وضعیت «جنسي اپارتاید» وباله او خبرداری یې ورکړ چې طالبان په سیستماتیک ډول د خلکو اساسي حقونه او آزادۍ تر پښو لاندې کړي دي. هغه په خپل ویډیویي پیغام کې ویلي چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې له شدیدو بحرانونو سره مخ دی، او نړیواله ټولنه باید دا وضعیت له پامه و نه غورځوي.


بنت ټینګار کړی چې طالبان د ټولنې د کنټرول لپاره له ګواښ، تاوتریخوالي او سختو قوانینو کار اخلي، او ښځې یې په عملي توګه له ټولنیز ژوند څخه ایستلې دي. هغه همداراز د قومي او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو یادونه کړې او دا کړنې یې د بشريت ضد جنایتونه بللي دي. له بلې خوا، لیکوالان، خبریالان او مدني فعالان هم له سختو محدودیتونه سره مخ دي، چې له امله یې ډېری بندي شوي یا یې هېواد پرې ایښی دی.


هغه د افغان ښځو د مقاومت د ستاینې ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دوی له اعتراضونو ملاتړ وکړي. بنت ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید هغه رژیم عادي و نه ګڼي چې د بیان آزادۍ جرم ګڼي او ښځې له ټولنې حذفوي. هغه له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې خپلواکې رسنۍ تمویل کړي او ښځو، ځوانانو او عامو خلکو ته د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې د ونډې فرصتونه برابر کړي.

پیعام