.jpg)
د طالب چارواکي د ظلم پر وړاندې د کابل ښځو اعتراض: عابده مړه شوه، خو عدالت باید ژوندى پاتې شي
نن د جمعې په ورځ، د می دوهمه، په کابل کې یو شمېر ښځو د غور ولایت د یوې ځوانې نجلۍ، عابدې، د زړهبوږنوکې ځانسوزونې په غبرګون کې اعتراض وکړ. دا نجلۍ وروسته له هغې خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود چې د طالب چارواکي له لوري پرې اجباري واده تحمیل شو.
په دې غونډه کې معترضو میرمنو د عدالت غوښتونې شعارونه ورکړل او ویې ویل چې عابده یواځې نه ده. هغه د زرګونو هغو نجونو سمبول ده چې د طالبانو تر واک لاندې د انتخاب او آزادۍ له حقه بېبرخې شوي دي.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې اجباري واده نه یوازې یو ښکاره ظلم، بلکې د بشریت پر ضد جنایت دی. هغوی غوښتنه وکړه چې دې فاجعې ته رسیدنه وشي او نړیواله ټولنه دې د افغانستان د ښځو وضعیت ته جدي پام وکړي.
په پای کې، د اعتراض له منځه یو ګډ غږ پورته شو: «عابده مړه شوه، خو عدالت باید ژوندى پاتې شي.»