.jpg)
له تاوتریخوالي د ډکو سزاوو زیاتوالی: طالبانو د څلورو ښځو په ګډون نهه کسان عام محضر کې په دُرو وهلي
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې روانه اوونۍ یې د «نامشروع اړیکو، له نکاح پرته جنسي اړیکو او غلا» په تور څو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون نهو کسانو ته په علني ډول بدي سازاوې ورکړې دي. دا پېښې د سرپل، پروان، ننګرهار، بلخ او غزني ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
د رسمي اعلامیو له مخې یادو کسانو ته له ۲۵ تر ۳۹ پورې دُرۍ ورکړل شوې دي، او ځینې تورن کسان د بدني سزا سربېره د تعزیري بند په سزا هم محکوم شوي دي. طالبان دغه اقدامات د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق برخه بولي.
خو د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو دا ډول سزاوې «غیرانساني، سپکې او د انساني کرامت خلاف» بللي دي. په ځانګړي توګه، تورنو کسانو ته د مدافع وکیلانو له شتون، د قضایي پروسو له روڼتیا او د بنسټیزو حقوقي له تضمین پرته سازا ورکولو جدي اندېښنې راپارولې دي.
د بشري حقونو فعالانو ټینګار کړی چې له عادلانه قضایي پروسې پرته په عام محضر کې فزیکي سزاوې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، او نړیواله ټولنه باید په عاجل او مؤثر ډول د دې اندېښمنوونکو کړنو پر وړاندې غبرګون وښيي.