
تام فلیچر: د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودوونکو تګلارو دوام د افغانستان بحران لا پسې ژوروي
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال تام فلیچر، خبرداری ورکړی چې د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو تګلارې د افغانستان بحران لا پسې ژور کړی او دا هېواد یې یوې نوې او پېچلې مرحلې ته داخل کړی دی.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ، د غويي په ۱۰مه، له فرانسپرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې اقتصادي ستونزو، فقر، اقلیمي بدلونونو، مهاجرت، او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو، افغانستان د نړۍ په تر ټولو بحراني سیمه بدله کړې ده.
فلیچر ویلي چې ملګرو ملتونو ۱۷ نړیوال بحرانونه ثبت کړي، او افغانستان د دې لېست په سر کې ځای لري. د هغه په وینا، د بشري مرستو کمښت تر بل هر قشر ښځې ډېرې زیانمنې کړې دي.
نوموړي د طالبانو له لوري پر نجونو د تعلیم بندیز ته په اشاره سره، دا ډول تګلارې «جنسیتي آپارتاید» بللي او ویلي یې دي چې دا حالت باید حتی سختدریځه سیاستوال هم ژور اندېښمن کړي.
د ملګرو ملتونو مرستیال ټینګار کړی چې له طالبانو سره باید د ښځو د حقونو په اړه د دوی د لیدلوري د بدلولو لپاره خبرې وشي، او نړیواله ټولنه باید د افغانستان په بشري وضعیت سترګې پټې نهکړي.