
د برین د دموکراسۍ ټولنه: ښځې باید د افغانستان د راتلونکي مبارزې په زړه کې وي
د برېن د دموکراسۍ ټولنه د برین د پرختیا (BID) په ابتکار سره ترسره شوه چې مدني فعالانو، دیپلوماتانو او ځوانانو پکې ګډون کړی و. په دې غونډه کې د افغانستان اوسني کړکېچونه او د دموکراسۍ د بیا رغونې احتمالي لارې وڅېړل شوې.
یاده غونډه د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۷مه او ۲۸مه ترسره شوه او د ښځو د رول، د سیاسي ځواکونو د یووالي، او پر طالبانو د نړیوالو فشارونو د اغېزو په اړه بحث وشو. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان د سیاسي او ټولنیز بحران د حل لپاره باید د کورنیو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ همکاري رامنځته شي.
په دې ناسته کې د رسنیو په پیاوړتیا، د ډیجیټلي زده کړو په پراختیا، د ښځو او ځوانانو په سیاسي ګډون، او پر طالبانو اقتصادي بندیزونه د حللارو په توګه یاد شول. یو بل وړاندیز دا و چې د سیاسي او ټولنیزو هڅو د همغږۍ په موخه باید طالبانو پر ضد یو پراخ ائتلاف رامنځته شي.
د برېن پراختیایي نوښت (BID) چې یو خپلواک بنسټ دی، هدف یې د مدني ټولنې پیاوړتیا، د ښځو او ځوانانو ملاتړ، او د پوهې د لوړولو په موخه د تعلیمي فرصتونو برابرول دي.
برابرونکو اعلان وکړ چې د دې مجمع راتلونکې برنامې به دموکراسۍ په بیا رغونه کې د ښځو رول، ډیجیټلي زده کړې، او د افغانستان د ملاتړ لپاره د نړیوالو همکاریو پراخولو ته ځانګړې وي. دا غونډه د نظرونو د تبادلې او د راتلونکو تګلارو د تدوین په برخه کې دسیاسي او ټولنیزو فعالانو له لوري یو مهم فرصت بلل شو دی.