په هرات کې د پاشدان بند پر سړک د یوه موټر د چپه کېدو پېښه: پنځو ښځو او یوې ماشومې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی

د کرخ ولسوالۍ د پاشدان بند پر سړک د یوه موټر د چپه کیدو له امله پنځه ښځې او یوه کوچنۍ نجلۍ مړې شوي دي. د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا یاده پېښه د جمعې په ورځ، د ثور په ۱۲مه رامنځته شوې ده.


د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو موټر، موټرسایکل ته له نږدې کېدو وروسته، خپل کنټرول له لاسه ورکړی او د پاشدان بند اوبو ته لوېدلی دی. د سرچینو په خبره د موټر ټوله سپرلۍ د یوې کورنۍ غړي وو.


محلي سرچینو تأیید کړې چې د پېښې دوه کسان ژغورل شوي، خو پاتې نورو کسانو چې یادې سیمې ته د تفریح په موخه تللي وو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

پیعام