
حامد کرزی: د نجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو پرانیستل، د افغان میندو او ماشومانو د ژغورنې لار ده
پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ دې د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، څو هېواد وکولای شي له جدي بحرانونو، په ځانګړې توګه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې له زیاتوالي، ځان وژغوري.
کرزي د یکشنبې په ورځ، د ثور په ۱۴مه، کندهار ولایت کې د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي په تړاو د یونیسف وروستي راپور ته په ځواب کې ویلي چې د ښوونیز نظام پراخول او د زدهکړې فرصتونه برابرول د هېواد د اوسنیو ستونزو تر ټولو بنسټیز حل دی.
نوموړي همداراز له نړیوالو مرستندویو بنسټونو غوښتي چې د میندو او ماشومانو د ژغورنې لپاره دې د هېواد روغتیايي مرکزونه تجهیز کړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال تام فلیچر د کندهار له حوزوي روغتون د لیدنې پر مهال، د دغه مرکز وضعیت “ټکان ورکوونکی” بللی او په روغتیايي برخه کې د بودیجې کموالی یې د میلیونونو وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، “د اعدام حکم” بللی دی.