
طالبانو په غور ولایت کې د واده پر مراسمو نوي بندیزونه او محدودیتونه ولږول
د طالبانو د امر بالمعروف ادارې او د غور ولایت د علماوو شورا د یکشنبې په ورځ، د ثور په ۱۴مه، یوه ۱۵ مادهییزه قطعنامه خپره کړې چې له مخې یې د واده پر مراسمو نوي بندیزونه لګول شوي دي. د دې قطعنامې له مخې، د کرايي جامو اغوستل، د ښځو او نارینهوو یوځایوالی، کیک خوړل، شمع بلول او څو نور دودیز عنعات منع اعلان شوي دي.
په دې لارښود کې همداراز د مهر کمول، د واده ځینې لګښتونه لغوه کول، جبري ودونه او د نجونو بدلول (آلشي) هم منع شوي دي. طالبانو ټینګار کړی چې مهر د نجلۍ حق دی او هېچا ته د هغې د تصاحب اجازه نشته.
دا قطعنامه داسې مهال خپره شوې چې تېره اونۍ د غور ولایت په تیورې ولسوالۍ کې یوه ځوانه نجلۍ له یوه طالب چارواکي سره د جبري واده د مخالفت له امله ځان ته اور واچاوه. دې پېښې د ښځو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي او پر طالبانو یې د دغو ناوړه شرایطو پړه ور اچولې ده.
له دې اقدماتو سره، طالبانو پخپله په تېرو درېنیمو کلونو کې د خپلو لوړپوړو چارواکو او جنګیالیو د دوهم، درېیم او څلورم واده لپاره د درنو لګښتونو په ورکړه تورن شوي دي. همداراز، داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبانو د پخوانیو دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو د کورنیو نجونې په زوره خپلو کسانو ته ورکړي دي.