
زنتایمز د ۲۰۲۵ کال د پنتوپن اوربرو د بیان د ازادۍ جایزه وګټله
د سوېډني بنسټ پنتوپن اوربرو د ۲۰۲۵ کال د بیان ازادۍ جایزه افغان ښځینهمحورې رسنۍ زنتایمز ته ورکړې. دا جایزه د مطبوعاتو د آزادۍ دنړیوالې ورځې په مناسبت هغه رسنۍ ته ورکړل شوې چې د سختو ګواښونو او محدودیتونو باوجود، د افغان ښځو د حقونو د دفاع او خبررسونې په برخه کې یې خپل فعالیت ته دوام ورکړی.
زنتایمز په ۲۰۲۲ کال کې د افغان خبریالې زهرا نادر لهخوا، چې دا مهال په کاناډا کې مېشته ده، تاسیس شوې ده. یاده رسنۍ چې د جلاوطنه افغان میرمنو لهخوا پرمخ وړل کېږي، د افغان ښځو ستونزې، د بیان سانسور او د بشري حقونو نقض یې د تمرکز محور دی.
د پنتوپن اوربرو جایزه چې په ۱۹۶۰ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی، هر کال هغو خبریالانو ته ورکول کېږي چې له ګواښ او فشار سره سره، د بیان د ازادۍ لپاره مبارزه کوي. یاده جایزه ۲۰۰۰۰ سوېډني کرون (نږدې ۱۸۰۰ امریکايي ډالر) ارزښت لري او هغو رسنیو ته ورکول کېږي چې له محدودیتونو سره سره یې خپل ژورنالېستي رسالت نه دی پرې ایښی.