افغانستان د میندو د مړینې له پلوه په نړۍ کې اووم مقام لري؛ ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې د ښځو د تعلیم پر وړاندې د بندیز د لرې کولو غوښتنه وکړه

قابله ګانو د نړیوالې د ورځې په مناسبت، د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې له پلوه اووم مقام لري. د سفارت په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ښځو پر طبي زده‌کړو بندیز باید لېرې شي، ځکه دا چاره د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ده.


همداراز، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) ویلي چې قابله‌گان کولی شي په بحراني شرایطو کې تر ۹۰ سلنې د میندو او ماشومانو ژوند وژغوري. اروپايي اتحادیې هم د یوې اعلامیې له لارې، د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې په راکمولو کې د قابله ګانو رول مهم بللی او له طالبانو یې غوښتي چې ښځو ته دې د طبي زده‌کړو او کار اجازه ورکړي.


ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې نړۍ د طبي خدماتو د ارایه کوونکو له سخت کمښت سره مخ ده، او دا ستونزه په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم له بندیز سره لا پسې جدي شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم ویلي چې د ښځو پر طبي زده‌کړو بندیز کولای شي د افغانستان د روغتیايي سیستم د فلج سبب شي.

پیعام