.jpg)
افغان ښځینه فوټبالیستانې هڅه کوي چې فیفا یې نړیوال تیم په رسمیت وپېژني
د افغانستان د ښځو پخوانی ملي فوټبال ټیم، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته یې استرالیا ته پنا وړې، هڅه کوي چې فیفا یې ټیم په رسميت وپېژاني. دا لوبغاړې چې په ملبورن ښار کې ژوند کوي، غواړي په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي، خو د سیاسي او حقوقي خنډونو له امله تر اوسه ندي توانېدلي چې خپل ټیم په رسمي ډول ثبت کړي.
د نیویارک ټایمز په یوه تازه راپور کې د دغو افغان لوبغاړو وضعیت څېړل شوی، په دې راپور کې راغلي چې دوی سره له دې چې په جلاوطنۍ کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي، بیا هم د خپل ورزشي هویت د ژغورلو لپاره مبارزه کوي. فاطمه فولادي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له ۱۷ کالو د کم عمره لوبډولو په سیالیو کې ګول وهلی و، د کابل له سقوط وروسته یې امریکا ته پنا وړې او هلته د میشیګان په پوهنتون کې زده کړې کوي. هغه وایي: «له افغانستانه تېښته زما د ژوند تر ټولو سخته تجربه وه، خو هیڅکله مې خپلو خوبونو ته نده شا کړې.»
نن ورځ افغان ښځینه فوټبالیستانې په استرالیا، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې فعالیت لري، خو تراوسه نه دي توانېدلی چې ملي ټیم په رسمي ډول ثبت کړي. اصلي ستونزه دا ده چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، او دوی ښځینه لوبډلو ته د لوبو اجازه نه ورکوي.
دا حالت ددې لامل شو چې د افغانستان د ښځو ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د آسیايي ملتونو د ښځو جام له مقدماتي پړاو څخه پاتې شي. ددې ټولو ننګونو سربېره د یاد ټیم د فوټبالیستانو مبارزه دوام لري، او فیفا ویلي چې د افغان ښځو او نجونو د هوساینې مسئله به له پامه و نه غورځوي.