
معترضې میرمنې: د یوناما طرحه د قربانیانو غږ خاموشوي او طالبانو ته مشروعیت ورکوي
د بشري حقونو یو شمېر ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) پر نوې طرحې سختې نیوکې کړي دي. یادو مېرمنو نن سه شنبه د ثور په ۱۶مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا طرحه د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی، او ښځو، ماشومانو او اقلیتونو ته پرته له دې چې په سیاسي او ټولنیز ساختار کې واقعي ځای ورکړل شي یوازې د مشروعیت بخښلو وسیلې ګرځول شوې دي.
د افغانستان د ښځو د ازادۍ غورځنګ (فانوس) غړو ملګرو ملتونو کې د اففانستان د استازي په توګه د سهیل شاهین په اړه د رای اچونې د مخالفت سربېره ویلي چې ملګري ملتونه د افغان ولس غوښتنه له پامه غورزوي. دوی خبرداری ورکړی چې د ولس له واقعي مشارکت پرته طالبانو ته مشروعیت ورکول د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د منشور پر وړاندې ستره جفا ده. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړو کې د ولس غوښتنو ته پاملرنه وکړي.
دا اعتراضات د یوناما د «موزاییک سړک نقشه» طرحې پر وړاندې شوي، چې تازه د دوحې په غونډه کې وړاندې شوې. دا لسمخیز سند هڅه کوي د طالبانو، افغان ولس او نړیوالې ټولنې ګټې سره وتړي، خو معترضو مېرمنو یاده طرحه غیرواقعي بللې او غوښتنه یې کړې چې د طالبانو د مشروعیت لپاره د ولس له ګډون پرته باید هېڅ ډول هڅې ونهشي.