طالبانو يوه غالۍ اوبدونکې نجلۍ د کار څښتن ته په زوره په نکاح کړې ده

‏ګارډین راپور ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د سميرا په نوم یوه ۱۹ کلنه نجلۍ، په کابل کې د هغې د کار په ځای کې نیولې او بیا یې مجبوره کړې چې د خپل کار له څښتن سره واده وکړي.


د راپور له مخې، دا پېښه د تېر کال په جولای میاشت کې په داسې حال کې رامنځته شوه چې سمیرا خپل د غالۍ اوبدلو ورکشاپ ته د خپلې میاشتنۍ تنخوا د اخیستلو لپاره ولاړه. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت مامورينو هغه او د هغې ۴۲ کلن د کار ځای مشر محمد د «غیراخلاقي اړیکو» په تور ونیول او پرته له دې چې نورې پلټنې وکړي، سمیرا یې اړه کړه چې له محمد سره نکاح وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څه باندې دريو کلونو راهيسي د ښځو سربېره ټول افغانان د نيول کېدو سره هيڅ مدافع وکيل ته لاسرسی نلري او د طالبانو لخوا چې پرې هر ډول تور ولګېږي، د مجرم په توګه سزا ورکول کېږي.

پیعام