
په افغانستان کې د محدودیتونو له امله د ماشومانو ودونو زیاتیدل
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د ماشومانو د ودونو، جنسي تاوتریخوالي کچه ډېره کړې ده.
ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر OCHA په خپل راپور کې ویلي، دا محدودیتونه د ښځو او نجونو اوسنی ناوړه وضعیت نور هم خراب کړی دی. راپور زیاتوي چې
د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې، د بشري مرستو پروګرام یوازې ۱۸ سلنه تمویل شوی.
له ۴۲۰ څخه ډېر روغتیایي مرکزونه تړل شوي او درې میلیونه خلک اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
۳۰۰ د تغذيې مرکزونه بند شوي، چې له امله یې ۸۰ زره ماشومان او میندې د ژغورنې درملنې نه بې برخې شوي دي.
د ۳.۳ میلیونه خلکو، چې ماشومان او معلولین هم پکې شامل دي، لپاره خدمات بند شوي دي.
OCHA له نړیوالو مرسته کوونکو وغوښتل چې افغانستان ته د مرستو لپاره انعطافپذیره او پر وخت بودجه ورکړي.