
فربیا هاشمي هغه افغانه بایسکل ځغلوونکې چې د ٢٠٢٥ کال اتلولۍ یې خپله کړه
د ښځو د بایسکل ځغلونې لوبډله د UCI نړیوال لړۍ اعلان کړې چې فریبا هاشمي افغانه بایسکل ځغلوونکې د ٢٠ ٢٥میلادي کال د افغانو ښځو د بایسکل ځغلونې سیالۍ اتلولۍ یې په فرانسه کې تر لاسه کړې ده.
دغه لوبډله په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا سیالۍ د روان میلادي کال د جون له ۲۶مې تر ۲۸ مې نېټې پورې په فرانسه کې ترسره شوې. په دې سیالیو کې افغانو ښځینه بایسکل ځغلوونکو ۱۱۵.۵ کیلومتره واټن ووهه، کوم چې د فرانسوي ورزشکارانو لخوا هم دا واټن ووهل شو.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې، د بایسکل ځغلونې نړیوال فدراسیون او د فرانسیې دولت اعلان کړی و چې د افغانستان له ښځو سره د یووالي په پار به د افغان ښځینه بایسکلځغلوونکو لپاره ځانګړې سیالۍ د نړیوالو سیالیو تر څنګ په فرانسه کې ترسره کړي.
افغان ورزشکاران د نړیوالو سیالیو برخه نه وو؛ بلکې دوی یواځې د دې لپاره سیالي وکړه چې د ۲۰۲۵ کال د افغانستان د ښځو د بایسکل ځغلونې اتله وټاکل شي.
د UCI نړیوالې لړۍ د ښځینه بایسکل ځغلونې لوبډلې د معلوماتو له مخې، پنځه افغانې ورزشکارانې په دې سیالیو کې ګډون کړی و: فریبا هاشمي، یولدوز هاشمي، زهرا رضایي، سمیرا احراري، او مهناز محمدي.
همداراز دا هم یادونه شوې چې فریبا هاشمي له دې وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې هم د افغانستان د ښځینه بایسکل ځغلوونکو اتله وه، چې هغه وخت سیالۍ په سویس کې ترسره شوې وه.
د بایسکل ځغلونې نړیوال فدراسیون د فریبا هاشمي له قوله لیکلي چې دا ځل یې هم د خپل اتلولې لقب د دفاع لپاره له پوره ځواک سره په سیالۍ کې برخه اخیستې.
آغلې هاشمي ویلي: «د اتلولۍ د دفاع لپاره چمتو یمه واضح ده چې ګتلو ته هیلمنده یمه او هیله لرم چې دا سیالۍ د نورو ورزشکارانو د ځلیدلو سبب هم وشي»
همدارنګه، د فدراسیون مشر دیوید لاپارتینت ویلي، دا چې بیا د افغانستان غوره ښځینه بایسکل ځغلوونکې د خپل هېواد د قهرمانۍ په سیالیو کې ګډون کوي، "د ویاړ وړ کار دی"
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بیا واک ته رسیدو سره ، د افغانستان ښځې او نجونې له هر ډول ورزشي فعالیتونو منع شوې، او د ښځو ملي ورزشي ټیمونه منحل شوي .
د همدې محدودیتونو له امله، ډېر شمېر افغانې ښځې چې د ملي ټیم غړې وې، د هیواد پریښودلو ته اړ شوي.