د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د ښځو د سولې او آزادۍ غورځنګ اندېښنه او غبرګون

د ښځو د سولې او آزادۍ غورځنګ په خپل ایکس پاڼه کې د اعلامیه په خپرولو سره د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه په کلکه غندلې ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته د افغانستان ښځې له خپلو بنسټیزو بشري حقونو، په ځانګړې توګه له زده‌کړو، بې‌برخې کړې دي. طالبان د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض، جنسیتي تاوتریخوالي، شلاق ورکولو، بندي کولو او ان اعدام له لارې پراخه ظلمونه ترسره کوي.


یاد غورځنګ په اعلامیه کې زیاتوي چې 

د طالبانو حکومت یو ترهګریز نظام دی، چې له نړیوالو ترهګریزو ډلو لکه د پاکستاني طالبانو تحریک او القاعده سره ژورې اړیکې لري. د دغه حکومت رسمیت پېژندنه نه یوازې د ترهګرۍ مشروعیت بلل کېږي، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼل کېږي.

په پای کې، دا غورځنګ له نړیوالې ټولنې غواړي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او د افغانستان له ښځو سره ودرېږي، ځکه چې د دې ډلې رسمیت پېژندنه د بشري حقونو تر پښو لاندې کول او د ترهګرۍ پیاوړتیا ګڼل کېږي.


د یادونې وړ ده چې د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل د ډیرو افغانو سیاستوالو غبرګونونه راپارولې او له بلې خوا چین د روسیې د دي کړنې هر کلې کړې.

‏د روسيې لخوا د طالبانو په رسميت پېژندل طالب پلوي د واکمنېدو په څلور کلنه دوره کې خپله لويه ډيپلوماتيکه لاسته راوړنه بولي، خو مخالفين يې بيا دغه رسميت پېژندل د خپلو ګټو لپاره له دې ډلې سره د مسکو تعامل يادوي.

پیعام