د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي په افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمیر زیاتې شوي

د بې پولې ډاکټرانو سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمير زیات شوی او روغتونونو ظرفیت د ناروغانو د جذب لپاره کم دی دا سازمان د جولای په دویمه نيټه دې موضوع ته د اندیښنې ښودلو سره ویلي چې په هرات، هلمند، او بلخ ولایتونو کې هغه روغتونونه چې د دوی د ملاټر لاندې دي د ماشومانو بستري کولو لپاره د بستر د کمښت سره مخامخ دي.


د یاد سازمان په وینا په ځینې روغتونونو کې په یوه چپرکټ کې دوه ماشومان بستر دي په داسې حال کې چې نور ماشومان هم بستریدلو ته اړتیا لري .


جولي پاکرو، په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان همغږي مسئول وایي ډیری روغتیایي مرکزونه د پرسونل، ضروري درملو او تشخیصيه وسایلو د کمښت سره لاس او ګریوان دي.


یاد سازمان د روغتیا نړیوال سازمان له قوله وایي چې د امریکا د مرستو د بندیدو له امله په افغانستان کې څه باندې ۴۲۲ روغتیایي مرکزونو خپل فعالیتونه ځنډولي او یا تړل شوي دي، چې د ٣ میلونو اشخاصو د روغتیایي خدمتونو ته لاسرسيو باندې یې اغیزه کړې.


پاکرو وایي د دې مرکزونو د تړلو او یا د دوی د فعالیت کمیدو له امله لومړنۍو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي په ځانګړې ډول ښځو او ماشومانو لپاره به ډیر ستونزمنې شي باید د دې خدمتونو د لاسته راوړلو لپاره ډیر وخت په تمه پاتې شي یا هم ډیر لرې مزل وکړي .

پیعام