
د ماشومانو ژغورنې نړیوال سازمان؛ ٨٠ زره افغان ماشومان له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان تازه اعلان کړی چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې د ٨٠ زرو څخه زیات افغان ماشومان د ایرانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
یاد سازمان په خپور شوي راپور کې ویلې چې دا شمیره د نورو میاشتو په پرتله زیاته شوې چې د افغانستان د خدماتو جوړښت یې د سقوط تر پولې رسولې.
د ماشومانو ژغورنې نړیوال سازمان ویلي چې د دې ماشومانو څخه شپږ زره او ٧٠٠ تنه پرته له کورنیو څخه او څه باندې ٣٩ سلنه نور په جبري توګه د ایرانه څخه افغانستان ته راستانه شوي.
په راپور کې راغلي چې د ایران او اسرائیل د اوربند څخه وروسته د چنګاښ په پنځمه نیټه کې ٣٦ زره افغانان په یوه ورځ افغانستان ته راغلي دي .
راپور د ماشومانو د ژغورنې د عدالت غوښتنې برخې مدیره سمیرا سید رحمان له قوله لیکي: «ډیری کورنۍ له هغو شیانو سره راستنیږي چې ځان سره وړلی شي، او دوي ډیر اندیښمن ستړي او ویریدلي وي.»
نوموړې ټینګار کړې چې «نړیواله ټولنه نه باید دې وضعیت باندې سترګي پټې کړي اوس د دې وخت دی چې د افغان ماشومانو او کورنیو د مرستې لپاره جدي اقدامات وشي»
راپور زیاتوي چې د روان وضعیت د کنترول لپاره په هرات کې خاص د ماشومانو ملاتړ لپاره دوه مرکزونه جوړ شوي دي چې د رواني خدمتونو او پاملرنې سربیره د لوبې لپاره یوه خوندي فضا جوړه شوې.
سانجي ویجسکرا چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق " یونیسف" د سویلي آسیا سیمهییز مشر دی په تازه څرګندونو کې، ویلي:
«هره ورځ زرګونه ماشومان د اسلامقلعې له لارې افغانستان ته داخلېږي او هغوی بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.»
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ "UNHCR" څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی و چې:
«د افغان کډوالو جبري ایستل به نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال ثبات ته هم ګواښ پېښ کړي.»
یادې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۲ میلیونه زیات افغانان په جبري ټوګه راستانه شوي دي، چې دا چاره د افغانستان دننه اوسنی بشري ناورین لا نور هم زیات کړی دی.